د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
ولسمشر اردوغان د انګلستان د لومړي وزیر سره ټیلیفوني خبرې وکړې
1762933

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسن سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ولسمشر رجب طیب اردوغان د انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسن سره د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې.
دواړو مشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې د ترکیې او انګلستان په اړیکو، دفاعي صنایع ، سوداګرۍ په ګډون په د یو زیات شمیر مسئلو په اړه خبرې او تبادل د نظر وکړ.
دواړو مشرانو د متقابلو همکاریو د لا پياوړي کولو په اړه د اوچتیدونکو ګامونو په اړه هم خبرې وکړې.
دواړو مشرانو ددې سربیره د سوریې او اوکراین په وروستیو پرمختګونو ، چاپیریال او کډوالو ، سیمه ایزو او نړۍوالو مسئلو په اړه خبرې وکړې.