د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بهرني صادراتو ارقام اعلان کړل.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې صادرات ۲۲۵ میلیارده او ۳۶۸ میلیونو ډالرو ته لوړ شوي دي.

1756179
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د بهرني صادراتو ارقام اعلان کړل.

 

ولسمشر اردوغان وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې صادرات ۲۲۵ میلیارده او ۳۶۸ میلیونو ډالرو ته لوړ شوي دي.

ولسمشر اردوغان وویل چې په ۲۰۲۱ کال کې د ترکیې صادراتو د تیر کال په پرتله ۳۲ عشاریه ۹ سلنې ودې سره ۲۲۵ میلیارده او ۳۶۸ میلیونو ډالرو ته رسیدلي دي. دا یو ریکارډ دی.

ولسمشر اردوغان وویل چې نن ورځ ترکیه هغه پرونۍ ترکیه نده چې د مالي بحرانونو لاندې به ځپل کیده. نن ورځ ترکیه بحرانونه په فرصت بدلونکي هیواد باندې بدل شوی دی.

ولسمشر اردوغان وویل پداسې حال کې چې په ۲۰۰۲ کال کې د ترکیې بهرني تجارت حجم یواځې  ۸۷ عشاریه ۶ میلیارده ډالره وو نن ورځ مونږ دا رقم ۴۹۶ عشاریه ۷ میلیاردو ډالرو ته رارسولی دي. په صادراتو کې مو په لسګونو توکو کې د جمهوریت په تاریخ کې تر ټولو ستر ریکارډ جوړ کړی دی.

هغه وویل چې ترکیې د ۲۰۲۲ کال لپاره د صادراتو په برخه کې خپل هدف ۲۵۰ میلیارده ډالره ټاکلی دی. د بهرني تجارت په برخه کې کسر د تیر کال په پرتله ۷ عشاریه ۸ سلنې په راټیټیدو سره ۴۵ عشاریه ۹ میلیارده ډالرو ته راټیټ شوی دی.

د وارداتو په مقابل کې صادرات ۸۳ عشاریه یو سلنې ته لوړ شوي  دي.

ولسمشر اردوغان وویل ″  تاسې پوهیږۍ چې زمونږ صادرات تر ټولو ډیر کوم هیواد ته لوړ شوی دي؟ امریکا ته لوړ شوي دي. سویلي امریکا ته د ترکیې صادرات ۸۶ عشاریه ۶ سلنه ، د اروپايي ټولنې نه بهر اروپايي هیوادونو نه ۲۹ سلنه، نږدې او منځني ختیځ ته ۲۲ عشاریه ۶ سلنه ، شمالي افریقا ته ۴۴ عشاریه ۸ سلنه لوړ شوي دي. ترکیه دم ګړۍ د صادراتو په برخه کې د نړۍ سره سیالي کوي. په نړۍواله کچه په یوې ډیرې پياوړې سیالۍ کې سیالي کوو. ترکیې د تیر کال په ۱۲ میاشتو کې ۱۱ میاشتنې په صادراتو کې ریکارډ جوړ کړی دی. ″

ولسمشر اردوغان وویل چې بله مهمه لاسته راوړنه د ترکي لیرو سره تجارت دی. د هغه هیوادونو شمیره چې ترکیه ورسره په ترکي لیرو تجارت کوي شمیره د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په لوړیدو ده. زمونږ لپاره ترکي لیره ډیره زیاته بااهمیته ده.



اړوند خبرونه