په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۳۶۶۸۴ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۴۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۶۶ زره او ۶۸۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۳۶۶۸۴ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۵۶۳۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۳۰ میلیونه ۵۷۱ زره او ۸۵۷ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.
د ترکیې د روغتیا وزارت د شمیرو له مخې په ترکیه کې ۵۶ میلیونه ۸۶۷ زره او ۶۲۵ تنو ته لومړنی ډوز ، ۵۱ میلیونه ۵۲۷ زره او ۱۷۱ تنو لومړی او دویم ډوز او ۱۸ میلیونه ۳۴۱ زره او ۳۲۳ تنه لومړی ، دویم او دریم ډوز د کرونا ویروس ضد واکسین تزریق شوی دی.