ترکیې د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو په ۱۲ ورځو کې څه باندې ۱۵۰۰ تنه ناقونه کډوال نیولي

ترکیه د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې ته د نړۍوالو قوانینو او حقوقو پر چوکاټ کې دوام ورکوي

1753649
ترکیې د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو په ۱۲ ورځو کې څه باندې ۱۵۰۰ تنه ناقونه کډوال نیولي

د ترکیې د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو د نوامبر د ۱۳ او ۲۵ مو نیټو ترمنځه په ۵۲ جلا جلا د ژغورنې په عملیاتو کې ۹۹۱ تنه ناقانونه کډوال نیولي او ۵۲۶ تنه نور چې د یوناني ځواکونو لخوا د ترکیې د اوبو پلو ته راشړل شوي وو له مرګه ژغورلي دي.

همداشان پدې موده کې د کډوالو ۱۰ تنه قاچاقبران هم نیول شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

د ترکیې د سواحلو د امنیت د ګارډ قومندانۍ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د ترکیې د سواحلو د امنیت د ګارډ قومندانۍ د ناقانونه کډوالۍ پر خلاف مبارزې ته د ملي او نړۍوالو قوانینو او حقوقو په چوکاټ کې ۲۴ ساعته پرټه د ځنډه دوام ورکوي.

په بیان کې راغلي دي چې د یونان د امنیتي ځواکونو لخوا د کډوالو سره د ناوړه چلند له امله کډوالو خپله لار د ایټالیا پر لورې اړولې ده . ددې سره خطراتو کچه لوړه شوې او د کډوالو د احتمالي ځاني  تلفاتو په اړه اندیښنې هم ډیرې شوي دي.



اړوند خبرونه