د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي‌ په ترڅ کې قطر ته ځي.

ولسمشر اردوغان نن قطر ته ځي

1743504
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د رسمي‌  په ترڅ کې قطر ته ځي.

 

ولسمشر اردوغان نه به په پلازمینه دوحه کې د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني‌ لخوا د رسمي‌ مراسمو په ترڅ کې هر کلی وشي.

ولسمشر اردوغان به د هر کلي‌ د مراسمو نه وروسته د قطر د امیر شیخ تمیم دوه په دوه لیدنه وکړي. پدې لیدنه کې به د ترکیې او قطر د اړیکو په ټولو ابعادو خبرې وکړي.

همداشان دواړه مشران به په سر کې  د افغانستان، سوریې او لیبیا  او وروسته د سیمې او نړۍ پر مسئلو وغږیږي.

د ولسمشر اردوغان ددې سفر په ترڅ کې به د ترکېې او قطر ترمنځه د موجودې همکارۍ د کچې د لا لوړولو په برخه کې ځیني‌ مهم ګامونه اوچت شي.

همداشان د ترکیې او قطر ترمنځه د عالي‌ ستراتيژیکې کميټې ۷ غونډه هم جوړه شي.

د ترکیې او قطر ترمنځه په ۲۰۱۵ کال کې جوړه شوې عالي‌ ستراتيژیکې کمیټې په نتیجه کې تر اوسه پورې د تجارت نه نیولې تر انرژۍ، دفاعي‌ صنایع او یو زیات شمیر نورو برخو کې ۶۲ تړونونه لاسلیک شوی‌ دي.

تمه کیږي‌ چې پدې غونډه کې هم ځیني‌ تړونونه لاسلیک شي.



اړوند خبرونه