داعش ترهګرې ډلې لخوا په پیشمرګه ځواکونو پر له پسې بریدونه شوي

داعش ترهګرې ډلې د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي‌ حکومت  په پيشمرګه ځواکونو خونړی برید وکړ.

1742467
داعش ترهګرې ډلې لخوا په پیشمرګه ځواکونو پر له پسې بریدونه شوي

داعش ترهګرې ډلې د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي‌ حکومت  په پيشمرګه ځواکونو خونړی برید وکړ.

داعش ترهګرې ډلې د عراق په شمال کې د موصل ښار اړوند د محمور په ولسوالۍ کې د کوردنو د فدرالي‌ حکومت پر ځواکونو پيشمرګه خونړی برید کړی دی.

د پیشمرګه ځواکونو یو تن قومندان نجات هولي د کوردانو فدرالي‌ حکومت اړوند خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې داعش ترهګرې ډلې د محمور ولسوالۍ د قره چوغ سیمې د نازي‌ کنډ په کلي‌ کې په پیشمرګه ځواکونو برید کړی چې په نتیجه کې ۷ تنو پيشمرګه ځواکونو په ګډون ۱۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د داعش ترهګرې ډلې په برید کې درې تنو ملکي‌ وګړو هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي‌ دي‌ چې داعش ترهګرې ډلې لومړی په سیمه کې پر ملکي‌‌ وګړو برید کړی وو کله چې پیشمرګه ځواکونه سیمې ته روان وو په لاره کې پر هغوې هم برید وکړ.

د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې د نوامبر د میاشتې په ۲۷ مه نيټه هم سلیمانیه ولایت د کیفري په ولسوالۍ کې په پیشمرګه ځواکونو برید کړی وو چې په نتیجه کې ۵ تنه مړه او ۴ تنه نور ټپیان شوي‌ وو.

همداشان د نوامبر په ۲۹ مه نیټه یو ځل بیا په پیشمرګه ځواکونو برید شوی وو چې په نتیجه کې یو تن مړ او ۳ تنه نور ټپیان شوي‌ وو.

د یادولو وړ ده چې د داعش ترهګرې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د عراق موصل ، صلاح الدین او  الانبار ولایتونه په کامله توګه د د دیالا او کرکوک ښارونو ځینې برخې نیولې وې. عراقي‌ ځواکونو د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې د نړۍوال ځواکونو په مرسته په عراق کې داعش ترهګرې ډلې ته ستره ماتې ورکړه او ټولې سیمې ترینه بیرته ونیولې.

داعش ترهګره ډله اوس هم پدې هیواد کې فعالیت کوي‌ او وخت نا وخته په عراقي‌ ځواکونو او ملکي‌ وګړو بریدونه کوي.



اړوند خبرونه