ترکیې ملي‌ استخباراتو د عراق په شمال کې دوه تنه مهم ترهګر له منځه یوړل

ترکیې ملي‌ استخباراتو د پي کاکا ترهګري‌ سازمان ته یو بل قوي ګوزار ورکړ

1741432
ترکیې ملي‌ استخباراتو د عراق په شمال کې دوه تنه مهم ترهګر له منځه یوړل

د ترکیې ملي استخباراتو یو ځل بیا د نقطه عملیاتو سره د پي کاکا ترهګري‌ سازمان دوه تنه مهم غړي‌ له منځه یوړل.

د ترکیې ملي استخباراتو منسوبینو د عراق په شمال کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې  د پي کاکا ترهګري‌ سازمان دوه تنه مهم غړي‌ چې ۲۰۱۵ کال کې د هیواد په ختیځ کې د کندو سره مشهور  د ترهګریزو بریدونو پلان جوړونکې وو له منځه یوړل.

د امنیتي‌ سرچینو نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې ملي‌ استخباراتو منسوبینو پدې عملیاتو کې د پي کاکا ترهګري‌ سازمان مهم غړي‌ هر یو ریناس ارمغان  او نوزاد دورموش له خپو وغورځول.

نوموړي‌ ترهګر د هدفي‌ عملیاتو په نتیجه کې له منځه وړل شوي‌ دي.

ویل کیږي‌‌ نوموړي‌ ترهګر په ۲۰۱۵ کال کې د ترکیې د شرناق ولایت د جیزره او سیلوپي‌ په ولسوالیو کې د کندو په نامه د مشهور ترهګریزو بریدونو اصلي‌ پلان جوړونکي‌ وو



اړوند خبرونه