چاووش اوغلو د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کوي

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه چې د نوامبر په ۳۰ نیټه د  لیتونیا په پلازمینه ریګا کې جوړیږي‌ ګډون کوي.

1740143
چاووش اوغلو د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کوي

 

پدې غونډه کې چې د ناټو سازمان د سرمنشي‌ ینس ستولتنبرګ په مشرۍ جوړیږي  پکې په ۲۰۲۲ کال په مادرید کې جوړیدونکې د ناټو سازمان د مشرانو د سرمشریزې په بهیر، د اروپا او اتلانتیک په سیمه کې په روانو پرمختګونو او ناټو په اجنډا کې په موجودو مهمو مسئلو خبرې او تبادل د نظر کیږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو به ددې غونډې په چوکاټ کې د خپلو یو زیات شمیر سیالانو سره جلا جلا لیدنې  وکړي.



اړوند خبرونه