ولسمشر اردوغان ترکمنستان ته تللی دی

ولسمشر اردوغان د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي‌ بیردي‌ محمدوف سره ولیدل

1739643
ولسمشر اردوغان ترکمنستان ته تللی دی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان چې  د اقتصادي‌ همکاریو تشکیلاتو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته سفر کړی وو د نوموړي‌ هیواد د ولسمشر قرباني‌ قلي‌ بیردي‌ محمدوف سره لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان د ترکمنستان ولسمشر بیردي‌ محمدوف  سره د اوغوزخان په ماڼۍ کې د لیدنې نه وروسته د دواړو هیوادونو د هېئتانو ترمنځه د لیدنې نه وروسته په ګده خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان خبري‌ غونډې ته وویل چې پلرني‌ هیواد ترکمنستان ته د راتګ له امله ډیر خوښ یم. هغه د ترکمنستان د ولسمشر د ډیرې ښې او تودې میلمه پالنې له امله مننه وکړه.

ولسمشر اردوغان د ترکمنستان د خپلواکۍ د ۳۰ مې کلیزې له امله هم مبارکي‌ وویله او زیاته کړه چې ، ترکیه لومړنی هیواد وو چې د ترکمنستان خپلواکي‌ په رسمیت وپیژنده او پدې هیواد کې خپل سفارت پرانیست.

د ورورولۍ اړیکو په چوکاټ کې د ترکمنستان او ددې هیواد بې طرفۍ د سیاستونو نه چې په ډیره بریالۍ توګه يي پرمخ وړي‌ ملاتړ ته دوام ورکړي.

لکه څرنګه چې پوهیږۍ د ترکمنستان ولسمشر زما قیمتي‌ دوست بیردي‌ محمدوف د ناظر هیواد په توګه د لومړي‌ ځل لپاره د ترکي‌ ژبو دولتونو د تشکیلاتو په سرمشریزه کې ګډون وکړ. لنډه موده مخکې استانبول ته راغلی وو.

د ترکي‌ ژبو دولتونو په تشکیلاتو کې د ترکمنستان د ګډون سره زمونږ کورنۍ غړي‌ بشپړ شول.

زه یو ځل بیا ترکمنستان د خپلو ورورنو په مجلس کې د ګډون په موخه ښه راغلاست وایم.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکمنستان د ولسمشر بیردي محمدوف سره په لیدنه کې د هډوکۍ د ورورولۍ پر بڼسټ ولاړو اړیکو په ټولو ابعادو مو خبرې وکړې.

په تجاري‌ او اقتصادي‌ اړیکو په اړه مو خبرې وکړې. همداشان مونږ په خپلو منځونو کې تجاري‌ حجم په لومړي‌ پړاو کې ۵ میلیاردو ډالرو ته د لوړولو په اړه په تفاهم ورسیدو. ددې سربیره د مځکني‌ او هوايي ټرانسپورت سربیره د انرژۍ په برخه کې هم د همکاریو د لا ودې او پراختیا په اړه مو خبرې او تبادل د نظر وکړ.

همداشان د تاریخي ، کولتوري، پوهنې، ځوانانو او سپورت په څیر د بشري برخو کې د اړیکو د لا ودې او پرمختیا په مسئله کې سره همفکره یو.

ترکیې نن د ترکمنستان  سره په ۹ جلا جلا برخو کې د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.

ددې تړونونو سره به د ورور هیواد ترکمنستان سره زمونږ اړیکې لا پسې پياوړې او مضبوطې شي.

ولسمشر اردوغان وویل چې انشاالله چې د اقتصادي‌ همکاریو د تشکیلاتو د سرمشریزې په چوکاټ کې به د ورورنو هیوادونو د مشرانو سره لیدنه وکړو او د اړیکو د لا ودې په اړه به په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وکړو.

د ترکمنستان د ولسمشر او ترکمنستان د خلکو د تودې میلمه پالنې له امله مننه کوم او ددې په هیله چې زمونږ ترمنځه لاسلیک شوي‌ دا نوي‌ تړونونه د دواړو هیوادونو د ملتونو لپاره د خیر وسیله وګرځي.

 

د ویلو ده چې د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي‌ بیردي‌ محمدوف د خبري‌ غونډې نه وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان ته دولتي‌ نښان تقدیم کړ.

ولسمشر اردوغان د نښان د تقدیم په مراسمو کې وویل چې  ، د ترکمنستان د ولسمشر نه ددې عالي‌ دولتي‌ نښان له امله چې زه يي لایق وګڼلم د زړه له کومې مننه کوم.

دې نښان پلرني‌ هیواد ترکمنستان ته زمونږ د سفر ارزښت او قیمت څو برابره لوړ کړ.



اړوند خبرونه