په ترکیه کې د سوریې سره په پوله کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید

د ترکیې د کیلیس په ولایت کې د سوریې سره په پوله کې د ترکیې یو تن پوله ساتی سرتیری په شهادت ورسید.

1739095
په ترکیه کې د سوریې سره په پوله کې یو تن سرتیری په شهادت ورسید

د ترکیې د کیلیس په ولایت کې د سوریې سره په پوله کې د ترکیې یو تن پوله ساتی سرتیری په شهادت ورسید.

د ترکیې د ملي‌ دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي‌ چې نن جمعه د نوامبر ۲۶ مه نيټه د کیلیس په ولایت کې  یو تن اتل سرتیری چې د ترکیې نه سوریې ته په غیرې قانوني‌ توګه د کسانو د تیریدو د مخنیوي‌ هڅه کوله په ډزو کې په شهادت ورسید.

ملي‌ دفاع وزارت په بیان کې د شهید اتل سرتیري کورنۍ  او ترک ملت ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي‌ او شهید سرتیري‌ ته يي د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کړې ده .



اړوند خبرونه