د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1736743
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې ″ د ترکیې لخوا د داندیاس پر خلاف سخت غبرګون ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند تانژو بیلګیچ د نوامبر په ۱۹ مه نيټه د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس دندایس لخوا د ترکیې په اړه د کړو څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود.

هغه د نوموړو څرګندونو په اړه د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې ″  یونان چې په سیمه او چم ګاونډ کې د سولې او استقرار د ټینګښت په اړه د ترکیې مهم رول  زغملی نشي  په هره مسئله کې د سیالۍ او رقابت هڅه کوي، د همکاریو پر ځای ستونزو او خنډونو رامنځته  کولو او د ترکیې پر خلاف د مصنوعي  اتفاقونو د جوړولو هڅه کوي چې د هغوې دا ټولې هڅې بیهوده او بې ځایه دي.

ترکیه یو ځل بیا دې هیواد ته د ډیالوګ او خصمانه او تحریک امیزه څرګندونو نه ډډې کولو او عقل سلیم ته بلنه ورکوي.

دا هیواد دې د ترکیې سره د بې ځایه رقابت او سیالۍ نه لاس واخلي.

 

د خبرترک ورځپاڼې ″ په لیبیا کې د تیرو ۲ کلونو راهیسې برمته ۷ تنه ترکان هیواد ته راستانه کړې شول ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د لیبیا په ختیځ کې ۷ تنه ترکان چې د بې بڼسټه ادعاءګانو له امله د تیرو دوو کلونو راهیسې برمته ساتل کیدل  د ترکیې او قطر د استخباراتو د ګډې همکارۍ په نتیجه کې خلاص او هیواد ته راستانه کړې شول. د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د نوموړو ۷ تنو سره هیواد ته د راستولو نه وروسته د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې او د هغوې د احوال پوښتنه يي وکړه.

 

د صباح ورځپاڼې ″ د ترکي انجینیرانو لخوا جوړ شوی او په نړۍ کې ساری نلري ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایع یو زیات شمیر محصولات او په ځانګړې توګه ډرون او په وسلو سمبال ډرون الوتکو ټکنالوژي په نړۍ کې نمونه د مثال ټکنالوژي ده. ترکي انجینیرانو د ډرون الوتکو د ازمایلو یو داسې ځانګړی سیستم جوړ کړی دی چې په نړۍ کې ساری نلري. سویلي کوریا د امریکا نه پیردودلي  ډرون الوتکې غواړي په ترکیه کې پدې ځانګړي سیستم باندې امتحان کړي.

 

د ینې شفق ورځپاڼې ″ په توره بحیره کې زیری ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په توره بحیره کې کشف کړو د ګازو په کوهیانو کې په روانو ازمایښتونو کې ډیرې ښې پایلې ترلاسه کړي دي.

 

د حریت ورځپاڼې ″ ترکیې کوش اداسې ښار ته د ۶۵۰ کروز کښتیو سره ۷۵۰ زره ګرځندویان راځي ″ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ګرځندوی د مهمو مرکزونو نه د ایدن ولایت د کوش اداسې ولسوالي په ۲۰۲۲ کال لپاره ۶۵۰ کروز کښتیو د ۷۵۰ زرو ګرځندویانو لپاره ریزرویشن کړی دی.



اړوند خبرونه