په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۳۸۶۷ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
1735376

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۲۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد ۳۵۸ زره او ۷۸۴ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۲۳۸۶۷ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۵۴۳ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ویلو په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. همداشان په هیواد کې ۱۱۸ میلیونه ۸۸۳ زره او ۷۰ ډوزه د کرونا ویروس واکسین تطبیق شوي دي.