ترکیې دفاع وزیر: ترکیې وسله وال پوځ هیڅډول کیمیايي وسله نلري او نه به يي هم کله وساتي

د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې د ترکیې د وسله وال پوځ په ذخایرو کې هیڅډول کیمیايي وسلې شتون نلري.

1734909
ترکیې دفاع وزیر: ترکیې وسله وال پوځ هیڅډول کیمیايي وسله نلري او نه به يي هم کله وساتي

 

د ملي دفاع وزیر اکار تیره ورځ د ترکیې د  ملي شورا  د پلان او بودیجې په کمیسیون کې د ۲۰۲۲ کال لپاره د ملي دفاع د وزارت د بودیجې په اړه په جوړه شوې غونډه کې د پارلمان د وکیلانو پوښتنې ځواب کړې.

اکار د ترکیې د وسله وال پوځ په ذخایرو کې د کیمیايي وسلو د شتون په اړه ادعاءګانې ځواب کړې.

هغه وویل ټولې هغه ادعاګانې چې ګواکې  د ترکیې وسله وال پوځ کیمیايي وسله لري ناسمې ، بې بڼسټه او حقیقت نلري.

″ د ترکیې د وسله وال پوځ په ذخایرو کې او ډیپوګانو کې په قطعي  صورت سره هیڅډول کیمیايي وسله او یا ګاز شتون نلري. ځکه چې دا ممکن نده. مونږ نه داسې کومه وسله پیرودلې ده او نه به يي په راتلونکې کې وپیرو او نه يي لرو او نه به يي وساتو. د متخصصینو لخوا د تفتیش نه وروسته دا ټولو ته په ډاګه شوې وه چې په ترکیه کې او د ترکېې د وسله وال پوځ په ډیپوګانو او ذخایرو کې هیڅډول کیمیايي وسله او یا ګاز شتون نلري. دا خبره ټولو ته ښکاره ده.

ځینې برخې په مکرر ډول سره د ترکیې جمهوري ډولت او اتل وسله وال پوځ لخوا د ترهګرۍ پر وړاندې د روانې مباررې پر وړاندې د خنډونو د رامنځته کولو او زمونږ پر ویاړلي  پوځ ناحق تحمتونه او تورونه پورې کوي. پدې ډول ډیر ښه پوهیږي چې دا ادعاءګانې په هیڅډول حقیقت نلري او ټولې ناسمې دي.″



اړوند خبرونه