ولسمشر اردوغان په ملي‌ شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته وینا وکړه

ولسمشر اردوغان : هیڅوخت به ترهګرو ته اجازه ورنکړو چې زمونږ د پولو پورې غاړې ته د ځان لپاره خوندي ځای جوړ کړي

1725883
ولسمشر اردوغان په ملي‌ شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته وینا وکړه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تیره ورځ‌ د ترکیې د ملي‌ شورا لخوا په سوریه او عراق کې د اړتیا پر مهال د پوځي‌ عملیاتو ترسره کولو په خاطر د تصویب شوې  اجازه نامه  نه هدف د ترکیې د پولو پورې غاړې ته د ترهګرو دهلیز جوړولو ته اجازه نه ورکول دي. د ترکیې پر خلاف د ترهګریزو بریدونو د اصلي ریښو وچول دي.

ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې نن د ترکیې په ملي‌ شورا کې د خپل ګوند اونیزې غونډې ته وکړې.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې په ترکیه او نړۍ کې روانو اقتصادي‌ پرمختګونو ته په اشارې سره وویل " لکه څرنګه چې پوهیږۍ تیر کال  په نړۍ کې د ځینو استثناءګانو نه پرته نور د ټولو پرمختللو او پرمختګ په حال کې د هیوادونو اقتصادونه کوچني‌ شول خو ترکیې بیا هم په لږ هم وي‌ اقتصادي‌ وده درلوده چې دا  وده د لا ښه پرمختګ او ودې زیری ورکوونکې وه.

هغه وویل چې سږ کال د ترکیې اقتصاد په لومړنۍ ربع کې د پام وړ وده او پرمختګ کړی دی.

ترکیه د ټولیداتو په برخه کې د خپل وس او توانه پورې کار کوي. ترکیه د صادراتو په برخه کې په پرله پسې ډول ریکارډونه جوړوي. په هیواد کې استخدام کچه د کرونا ویروس د دورې نه مخکې دورې نه هم لوړه شوې ده .

هغه وویل چې په تیرو ۱۹ کلونو کې په ترکیه کې د جوړو کړو تعلیمي‌ اداراتو، روغتونونو، لویو لارو، د اوبو بندونو، تونلونو، د اوبو لګونې تاسیساتو، صنعتي‌ پارکونو او یو زیات شمیر نورو خدماتو  په ګټې  او اهمیت په اوسني‌ بهیر کې ډیر ښه پوهیږو.

ولسمشر اردوغان وویل چې د نړۍوال بحران د اغیزو سره سره مو د راتلوونکي‌ کال په بودیجه کې پراختیايي هدفونو لپاره مو هدف ډیر لوړ ټاکلی دی.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې مو د کرونا ویروس بحران په ډیره قوي‌ او پیاوړي‌ توګه مدیریت کړ همداشان به د اقلیم د بدلون له امله رامنځته شوې ستونزې هم انشاالله چې د زرغون پراختیايي انقلاب سره حل کړو.



اړوند خبرونه