په انقره کې په لسګونو تنو ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

ترکیه د ناقانونه کډوالۍ او انسان د تجارت پر خلاف مبارزې ته دوام ورکوي

1722919
په انقره کې په لسګونو تنو ناقانونه افغان کډوال ونیول شول

د ترکیې په پلازمینه انقره کې ۳۱ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

د امنیتي‌ مسئولینو په وینا د پلازمینې انقرې د ګول باشي‌ په ولسوالۍ کې ۳۱ تنه ناقانونه کډوال ونیول شول.

د انقرې د امنیي قومندانۍ د کډوالو د قاچاق او انسان د تجارت پر خلاف د مبارزې د ریاست منسوبینو د یوې ډلې کډوالو په اړه چې  د قاچاقبرانو لخوا  اروپا ته د بیولو په موخه  نورو ولایتونو ته روان کړي‌ وو راپور ترلاسه کړ.

د امنیتي‌ منسوبینو د راپور نه سمدلاسه وروسته په حرکت پيل وکړ د ګول باشي‌ په ولسوالۍ کې د کنټرول او تالاشۍ نقطې جوړې کړې.

د کنټرول پر مهال یو میني‌ بس موټر چې ۳۱ تنه ناقانونه افغان کډوال پکې سپاره ول ونیول.

نوموړو کډوالو چې نه پاسپورت او نه هم په ترکیه کې د قانوني‌ اوسیدو اسناد درلودل د امنیتي‌ ځواکونو لخوا ونیول شول.

نیول شوي‌ کډوال د انقرې امنیې قومندانۍ کې د لومړنیو څیړونو نه وروسته د کډوالو چارو ریاست ته وسپارل شول.

همداشان ددې کډوالو قاچاقبر هم د امنیتي‌ ځواکونو لخوا نیول شوی دی. د کډوالو قاچاقبر د لومړنیو تحقیقاتو نه وروسته د محکمې لخوا زندان ته واستول شو.



اړوند خبرونه