ولسمشر اردوغان افریقا ته د خپل سفر په چوکاټ کې توګو جمهوریت ته لاړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان افریقايي هیوادونو ته د خپل سفر په چوکاټ کې د انګولا نه وروسته توګو جمهوریت ته سفر وکړ.

1722109
ولسمشر اردوغان افریقا ته د خپل سفر په چوکاټ کې توګو جمهوریت ته لاړ

 

ولسمشر اردوغان تیره ورځ د توګو جمهوریت د ولسمشر فوره ګناسینګبه  سره د دوه په دوه او هیئتانو سره د لیدنې نه وروسته په ګډه خبري‌ غونډه کې ګډون وکړ.

ولسمشر اردوغان خبري‌ غونډې ته وویل چې د ترکیې نه دوست هیواد توګو جمهوریت ته د لومړي‌ ځل لپاره د ولسمشر په کچه سفر ترسره کیږي‌ چې ددې سفر له امله ډیر خوښ یم.

پدې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د لوړپوړو چارواکیو متقابل سفرونو د دوه اړخیزو اړیکو د لا زیاتې ودې سره مرسته کړې ده . ددې سفر په چوکاټ کې مو د دوست هیواد توګو جمهوریت سره مو یو زیات شمیر تړونونه لاسلیک کړ او د همکاریو د کچې د لا لوړولو په اړه سره په تفاهم ورسیدو.

د دوست هیواد توګو د ولسمشر فوره سره مو په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د لا ودې او پراختیا په خاطر په اوچتیدونکو ګامونو خبرې وکړې. د توګو جمهوریت سره په یو زیات شمیر مسئلو کې  ګډ لید خاوند او همفکره یو.

سیاسي ، اقتصادي او  پوځي‌ برخو کې د همکاریو د کچې د لا لوړولو امید لرو.

همداشان ترکیه د افریقا په لویه وچه کې د روانو اختلافاتو د حل په لاره کې د توګو جمهوریت د فعاله هلو ځلو او قوي‌ بهرني‌ سیاست نه قدرداني‌ کوي.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې پوهیږۍ ترکیې په توګو جمهوریت کې د روان کال د اپریل د میاشتې په لومړۍ نیټه خپل سفارت رسمآ پرانیست او په فعالیت يي پیل وکړ. همداشان توګو جمهوریت هم په پام کې لري‌ چې د روان کال تر پایه په انقره کې خپل سفارت پرانیزي‌ او په فعالیت پيل وکړي.

همداشان د فتو ترهګري‌ سازمان پر خلاف د مبارزه کې د توګو جمهوریت د ملاتړ او مرستې منندوی یو. توګو جمهوریت ولسمشر پخپله په هیواد کې د فتح الله ګولن ترهګري‌ سازمان اړوند د ټولو ښوونځیو د تړولو او دا ښوونځي‌ د ترکیې پوهنې بڼسټ ته د سپارولو امر کړی . غواړم د فتو ترهګري‌ سازمان پر خلاف په مبارزه کې د ترکیې نه د قوي‌ مرستې او ملاتړ له امله ددوې نه د خپل ځان او خپل ملت په استازیتوب مننه وکړم.

ولسمشر اردوغان وویل چې د توګو په پلازمینه لوما کې دم ګړۍ د ترکیې د معارف بڼسټ دوه ښوونځیو په فعالیت پيل کړی. د ترکیې د معارف بڼسټ به ددې هیواد سره مرستو ته دوام ورکړي.

همداشان په نږدې راتلوونکې کې  د ترکېې د معارف بڼسټ په چوکاټ کې په توګو جمهوریت کې د سپورټ د ښوونځي‌ د پرانیستو په اړه په تفاهم ورسیدو.  د دواړو هیوادونو ترمنځه سوداګریز حجم هم د ودې او پرمختګ په حال کې دی. په ۲۰۲۰ کال کې مو د توګو سره سوداګریز حجم ۱۴۸ میلیونه ډالره وو او هیله لرو چې دا حجم لا لوړې کچې ته ورسو.

همداشان په ۲۰۲۲ کال کې به د ترکیې یو زیات شمیر پانګه وال پدې هیواد کې د ګرځندوی، کرنۍ ، انرژۍ او ساختماني برخو په څیر په یو زیات شمیر برخو کې پانګه اچونې وکړي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د توګو سره به د کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې په برخه کې هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړو. په پام کې لرو چې په نږدې راتلوونکې کې د توګو، بورکینا فاسو او لیبریا سره د کرونا ویروس واکسین مرسته وکړو.

همداشان د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د توګو جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر روبیرټ دوسي  سره د دوو حکومتونو ترمنځه د ډیپلوماتیکو نماینده ګیو په خاطر په متقابله توګه د مځکې ورکولو تړون لاسلیک کړ.



اړوند خبرونه