ولسمشر اردوغان : نړۍ د پنځو نه لویه ده او موجود نړۍوال سیستم نور د زغم ندی

ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه   د نړۍ د ټولو مظلومینو او قرباني‌ شوو کسانو په استازیتوب  پيل کړې مبارزه لا لوړې کچې ته د رسولو په خاطر ژمن ده.

1721965
ولسمشر اردوغان : نړۍ د پنځو نه لویه ده او موجود نړۍوال سیستم نور د زغم ندی

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د ټي‌ آر ټي‌ ورلډ فورم ۲۰۲۱  پرانیستو مراسمو ته په استولي‌ ویدیويي پیغام کې  وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې ټول بشریت د یو څه مودې راهیسي  په نړۍواله کچه د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ پر خلاف  چې په اقتصادي ، ټولنیزو، سیاسي‌ او بشري‌ برخو ډیرې زیاتې منفي‌ اغیزې کړي‌ دي‌  مبارزه کوي. همداشان دې پراخې وبا ناروغۍ ټولو ته دا څرګنده کړه چې ددینه وروسته به نړۍ کې هیڅ شی د پخوا په څیر پاتې نشي. په نړۍ کې ډیر جدي‌ بدلونونه او تحولات رامنځته کړل.

دې بحران چې د ټولې نړۍ راتلوونکې د جدي‌ ګواښ سره مخامخ کړی وو یو ځل بیا ټولو ته دا خبره په ډاګه کړه چې نړۍوال سازمانونه په نړۍ کې د سولې او عدالت د تامین مسئولیت او دنده لري‌ په خپلو چارو کې ناکام دي‌ .

ددې نړۍوال بحران په مقابل کې وروسته پاتې او فقیر هیوادونه یواځې پریښودل شوي. یو ځل بیا د فقیر او بډایه ترمنځه توپیر لکه د لمر په څیر په ډاګه شوی دی. همداشان د اقتصادي‌ ستونزو سره سم په لویدیځ کې د نفرت او کینې کچه ښه پسې لوړه شوې ده .

له بده مرغه چې نن ورځ په اروپا کې سیاستوال  په ټولنو کې د سرطاني‌ حجرو په څیر په چټکۍ سره د خوریدو په حال کې اسلام دښمنۍ د مخنیوي‌ پر ځای ددې مسئلې نه د خپلو سیاسي‌ منافعو په خاطر کار اخلي. دا د زهرو تخم د یو څو رایو د ترلاسه کولو په خاطر د ټولنو په منځ کې شیندي.

نن ورځ ټوله نړۍ پدې ډیره ښه پوهیږي‌ چې موجود نړۍوال سیستم د عدالت او امنیت د تاسیس پر ځای پخپله بې عدالیتو او ناامنیو ته لار جوړوي. ستونزو ته د حل پر ځای پخپله ستونزې زیږوي.

نن ورځ یو داسې نړۍوال سیستم شتون لري‌ چې اسلامي‌ نړۍ، افریقا، لاتینه امریکا او سویلي‌ اسیا پکې د هیڅډول خبرې او تصمیم صلاحیت او واک ندی ورکړ شوی. دا سیستم یواځې او یواځې د نړۍ د پنځو هیوادونو د منافعو د خوندي‌ کولو لپاره کار کوي. د همدې امله ددې وخت رارسیدلې چې پدې سیستم کې جدي‌ تغیرات راوستل شي.

د ملګروملتونو سازمان ساختار جد‌ي تغیراتو او اصلاحاتو ته اړتیا لري. د موجود نړۍوال سیستم سره د موجودو ستونزو حل ناممکنه دی.

ملګروملتونو سازمان او د ملي امنیت شورا جدي‌ اصلاحاتو ته اړتیا لري او پدې باید نورې سترګې پټې نشي.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترکیې په توګه مونږ د کلونو راهیسې نړۍ د پنځو لویه ده د شعار لاندې مبارزه کوو او د اصلاحاتو غوښتنه کوو.

ترکیه د نړۍ د ټولو مظلومینو او قرباني‌ شوو برخو په استازیتوب دا مبارزه لا لوړې کچې ته رسولو ته ژمن دی.

زمونږ دا مبارزه به تر هله دوام وکړي‌ چې په نړۍ کې عدالت او حقانیت تامین شي.  قوي‌ او پیاوړي‌ پر حق نه بلکې حق قوي‌ او پیاوړی شي‌ او د عدالت پر بڼسټ یو نړۍوال سیستم رامنځته شي.



اړوند خبرونه