ولسمشر اردوغان د سوریې په اړه ډیر غوڅ پیغام ورکړ

ولسمشر اردوغان : زمونږ د صبر کاسه ډکه شوې ، نور څه چې لازم وي‌ هغه به ترسره کړو

1718074
ولسمشر اردوغان د سوریې په اړه ډیر غوڅ پیغام ورکړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې  د سوریې له لورې ترکیې ته  مخامخ کړو ګواښونو نور زمونږ د صبر او زغم کاسه ډکه کړې ده . هر څه ژر به لازم ګامونه اوچت کړو.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې نن د کابینې د غونډې نه وروسته وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې د سوریې له لوري‌ ترکیې ته د مخامخو ګواښونو د برطرفو په اړه ژمن یو . دا تهدیدونه به هر څه ژر برطرفه کړو.

هر څه ژر به لازم ګامونه اوچت کړو.

ولسمشر اردوغان تیره ورځ په سوریه کې د ترهګرو لخوا د ترکیې پر ځانګړو پولیسو برید ته په اشارې سره چې په نتیجه کې دوه تنه پولیس شهیدان او دوه تنه نور ټپیان شول وویل، د سوریې نه د ترکیې پر خاوره بریدونو او مخامخو تهدیدونو نور زمونږ  د صبر کاسه ډکه کړې ده . د ترهګرو لخوا د سوریې د خاورې نه پر ترکیې د بریدونو په اړه زمونږ تحمل پایته رسیدلی دی. ترکیه ددې تهدیونو هلته د حاکمو ځواکونو او یا د خپلو امکاناتو سره برطرفولو ته ژمن دی. زمونږ پر پولیسو او خاوره وروستی برید هغه څه وو چې نور يي زمونږ د صبر کاسه ډکه کړه . هر څه ژر به دا تهدیدونه د سرچینې نه وچ کړو. ددې ستونزې د حل په خاطر به لازم ګامونه اوچت کړو.

همداشان ولسمشر اردوغان د کډوالو په اړه هم مهمې څرګندونې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه نور یو تن کډوالو ته د پناه ورکولو توان  نلري. ترکیه په یواځې ځان نور دا دروند بار په غاړه نه اخلي.

ولسمشر اردوغان وویل چې پدې وروستیو کې مو د کډوالو د مدیریت  په برخه کې نوې ستراتیژي او  پلانونه جوړ کړي‌  او په عملي‌ کولو مو ورته لاس پورې کړی دی. په تیرو ۵ کلونو کې  مو په پولو کې ۲ میلیونه ۳۵۰ زره تنه  ناقانونه کډوالو ترکیې ته د راننوتولو مخه نیولې ده .

ترکیه نور دا ستر پیټی په یواځې ځان د انتقالولو توان نلري. همداشان نن ټول پدې ډیر ښه پوهیږي‌ چې دا ستونزه یواځې په مالي‌ مسایلو نه حل کیږي. نور ابعاد هم لري



اړوند خبرونه