ترکیې د افغانستان په کندوز ولایت کې په جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال چاودنه په کلکو ټکو وغندله

ترکیې د افغانستان په شمال کې د کندوز په ولایت کې په یو جومات د جمعې د لمانځه پر مهال  بمي‌ برید په ډیرو کلکو ټکو وغنده .

1717031

ترکیې د نوموړې سترې غمیزې او فاجعې له امله د خواخوږۍ او تسلیت پیغام خپور کړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې په ډیرې خواشینۍ سره مو نن د افغانستان د کندوز ولایت په مرکز خان آباد کې په یو جومات کې د جمعې د لمانځه پر مهال  د چاودنې  په اړه چې له امله په لسګونو تنو بې ګناه او مظلومو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خبر ترلاسه کړ.

ترکیه دا منفور ترهګرې برید په ډیرو کلکو ټکو غندي او ددې پيښې د قربانیانو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت ، ټپیانو ته د عاجلې شفاء ، د قربانیانو کورنیو ته د صبر جمیل او د دوست  او ورور هیواد  افغانستان ملت ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوو.

اړوند خبرونه