د ترکیې دفاع وزیر یونان ته خبرداری ورکړ.

ترکیې دفاع وزیر : یونان باید هر څه ژر د ترکیې پر خلاف د وسلو د بیهوده سیالۍ نه لاس واخلي.

1716767
د ترکیې دفاع وزیر یونان ته خبرداری ورکړ.

د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي‌ اکار وویل چې یونان پدې وروستیو کې د ترکیې پر خلاف د وسلو سیالي‌ پیل کړې ده خو په یوې خبره باید ځان پوه کړي‌ چې هیڅوخت د ترکیې نه مخکې کیدای نشي. یونان باید ددې سیالۍ نه لاس واخلي.

خلوصي‌ اکار دا څرګندونې په استانبول کې د حربي‌ پوهنتون د سمندري‌ حرب څانګې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ تعلیمي‌ کال د پرانیستو په مراسمو کې وکړې.

هغه په خپلو څرګندونو کې په ایژې، ختیځې مدیترانې او قبرس کې د یونان سره د موجودو ستوتزو نه یادونه وکړه.

هغه وویل چې ترکیه غواړي‌ چې د یونان سره موجودې ستونزې د نړۍوالو حقوقو په چوکاټ کې ، د ښه ګاونډیتوب اړیکو او مذاکراتو او ډیالوګ له لارې حل کړي.

هغه وویل چې مونږ په یونان کې هم سیاسي او هم پوځي‌ مشرانو ته د عقل او منطق او پیښو په اړه  د عقل سلیم  نه د کار اخیستو او کتو بلنه ورکوو. د یونان بعضې پخواني‌ سیاستوال، پوځیان او اکاډیمسینان دا خبره په ډیره ښه توګه درکوي‌ او په ټینګار وايي چې ترکیه پدې برخه کې پر حق ده.

هغه زیاته کړه چې یونان او سویلي‌ قبرس روم اداره داسې ګمان کوي‌ چې د ځینو تطبیقاتو سره به کوم ځای ته ورسیږي‌ خو غلط فکر کوي.

هغه وویل چې" یونان پدې وروستیو کې د بعضو هیوادونو د تشویق او تحریک په نتیجه کې په ډیر سرعت سره د وسلو د اخیستو په تړونونو لاس پورې کړی دی. د وسلو سره يي مینه ډیره شوې ده . مونږ پر دوې غږ کوو چې لومړی  کینۍ د ریاضي‌ پلوه حساب او کتاب وکړۍ او تیر تاریخ ته مراجعه او لنډه کتنه وکړۍ. که چیرې تاسې فکر کوۍ چې ددې ډول اقداماتو او هلو ځلو سره به ترکیه لاندې کړۍ غلط فکر کوۍ. دا ډول اقدامات پرته ددې چې تاسې لاندې کړي‌ بله ګټه نلري. راشۍ هر څه ژر ددې بیهوده او بې ځایه هلو ځلو نه لاس واخلۍ. "

اکار وویل چې د یونان اقتصادي‌ وضعیت او حالت ټولو ته د لمر په څیر معلوم دی. ډیر زیات پوړوي‌ دي. یونان د وسلو په سیالۍ کې د ځان د ډوبولو سره ځانونه لا زیات  د پور په ډنډ کې ډوبوي. د هیواد اقتصاد ته ستره ضربه رسوي‌ او د خلکو د رفاح او هوساینې کچه راټیټوي‌ او هیواد لا زیات پوړوی کوي. راخۍ مخکې ددینه چې وخت له وخته تیر شي‌ ددې بیهوده هڅو نه لاس واخلۍ. د یونان د عقل سلیم خاوند خلک باید دا مسئله وویني‌ او هر څه ژر دې بیځایه سیالۍ د مخنیوي‌ په خاطر لاس په کار شي.



اړوند خبرونه