ولسمشر اردوغان د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې هیڅوک زمونږ په چارو کې مداخله کولی نشي.

1710473
ولسمشر اردوغان د امریکا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

ولسمشر اردوغان نیویارک ته د خپل سفر په ترڅ کې د امریکا د سي بي اس تلویزیون سره مرکه کړې وه چې ددې مرکې دویمه برخه خپره شوه.

ولسمشر اردوغان د اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي‌ توغندیو د سیستم په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " هیڅوک د ترکیې په دفاعي‌ مسئلو کې د مداخلې حق نلري او مداخله کولی نشي. ترکیه د اړتیا په صورت کې به لا زیات اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي‌ توغندیو سیستم راوپیري. "

د سي بي‌ اس تلویزیون د ولسمشر اردوغان ددې څرګندونو نه  په ښکاره توګه ټولو ته د میدان د ډبولو په توګه یادونه کړې ده .

ولسمشر اردوغان د ترکیې لخوا  د روسیې نه  د اس ۴۰۰ دفاعي‌ سیستم پر اخیستو پر نیوکو کوونکو هیوادونو غږ وکړ " هیڅوک  د دفاعي‌ سیستم په برخه کې چې مونږ د چا نه او څومره اخلو د مداخلې حق نلري‌ او مداخله هم کولی نشي. پدې اړه تصمیم یواځې مونږ نیسو. ترکیه به د ځان نه د دفاع په برخه کې  قوي‌ عزم او اراده ښکاره کړي."

ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ترکیه به د روسیې نه نور اس ۴۰۰ اوږد واټنه دفاعي‌ توغندي‌ وپیري‌ او که نه؟ وویل ، هو ، د اړتیا په صورت کې به نور اس ۴۰۰ هم وپیرو.

سي بي‌ اس تلویزیون د ولسمشر اردوغان  ددې څرګندونو نه د امریکا پر خلاف په ښکاره توګه د میدان ډبولو په توګه یادونه کړې ده .

ولسمشر اردوغان پدې مرکه کې پر  امریکا د اس ۴۰۰ دفاعي‌ سیستم په بهانه ترکیې ته د اف ۳۵ جنګي‌ الوتکو د نه ورکولو په پریکړې سخته نیوکه وکړه او وویل " ولسمشر بایدن ته مو لازم هر څه وویل، مونږ اف ۳۵ ډوله جنګي‌ الوتکې اخیستي‌ دي او یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه ډالره پيسې مو هم ورکړي‌ دي. سره ددې چې مونږ د الوتکو پيسې هم ورکړي‌ دي‌ خو مونږ ته يي الوتکې رانکړې . له بده مرغه چې امریکا پاتریوت سیستم هم مونږ ته رانکړ. دم ګړۍ زمونږ پنځه ۳۵ ډوله الوتکې په امریکا کې دي او مونږ ته يي نه راکوي. مونږ پوښتنه کوو چې ایا ولې دا الوتکې نه راکوي؟

ولسمشر اردوغان  د خبریالې ددې څرګندونو په غبرګون کې چې امریکا ترکیې ته  د روسیې نه د اف ۴۰۰ توغندیو په غبرګون کې اف ۳۵ الوتکې نه ورکوي وویل، هیڅوک زمونږ په کار د مداخلې حق نلري او مداخله کولی نشي. ایا ترکیه د امنیتي‌ ګواښونو پر مهال  د نورو په تمه کیني. ترکیه که چیرې خپل امنیتي‌ ګواښونه پخپله برطرفه نکړي‌ د نورو په تمه کیناستی نشي. هغوې هم پر مونږ د پاتریوت دفاعي‌ سیستم نه پلوري‌ او هم بیا د بل کوم هیواد نه چې مونږ دفاعي‌ سیستم تامینو بیا پر مونږ کوي. هیڅوک ددې حق نلري. هیڅوک زمونږ په چارو کې د مداخلې حق نلري‌ او نه هم مداخله کولی شي.

دا چې د اف ۱۶ الوتکو د دوام په برخه کې امریکا  له لورې کوم ضمانت شتون نلري نو مونږ څه ډول پر دوی باور وکړو؟ د همدې امله مونږ مجبور یو چې بدیلې لارې ولټو. مونږ مجبور یو چې مختلف ګامونه اوچت کړو.



اړوند خبرونه