ولسمشر اردوغان : له بده مرغه چ د ترکیې او امریکا ترمنځه اړیکې ښې ندي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دم ګړۍ د ترکیې او امریکا اړیکې مثبت لوري‌ ته نه بلکې منفي‌ لورې ته روانې دي. موجود حالت يي ښه نه ښکاري.

1710014
ولسمشر اردوغان : له بده مرغه چ د ترکیې او امریکا ترمنځه اړیکې ښې ندي

 

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د امریکا د نیویارک په ښار کې د ملګروملتونو سازمان مقر ته مخامخ جوړ شوي‌ د ترکېې د کولتوري‌ مرکز په ودانۍ کې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل چې ما شخصآ د امریکا د پخوانیو ولسمشرانو جورج ډبلیو بوش، اوباما او وروسته د ډونلد ټرمپ‌ سره په ګډه کار کړی دی. د ټولو سره مو ډیرې ښې اړیکې درلودې خو د جو بایدن لپاره ورته خبره نشم کولی. د هغه سره مو اړیکې  ښې پيل شوي‌ ندي.

زمونږ هیله داده چې د ناټو د دوو متفقو غړیو په توګه د یو بل پر خلاف خصمانه نه بلکې دوسانه اړیکې جوړې کړو. دم ګړۍ موجودو حالاتو ته په کتو سره د خیر علامت نه ښکاري.

ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د بایدن لخوا ترهګرو سازمونو ته د وسلو ، مهماتو او وسایطو ورکولو باندې سترګې پټولې نشو.

همداشان امریکا د اس ۴۰۰ دفاعي‌ توغندیو په بهانه بر مونږ  د اف ۳۵ جنګي‌ الوتکو د پلورلو نه لاس واخیست. دوی غواړي‌ چې ددې ډول فشارونو سره پر مونږ څه تحمیل کړي‌ خو هیڅکله به خپلې دې موخې ته ونه رسیږي. امریکا هیڅوخت زمونږ په مقابل کې د درست والي‌ نه کار نه اخلي.

دم ګړۍ د ترکیې او امریکا اړیکې ډیرې ښې ندي‌

ولسمشر اردوغان د افغانستان د موجود وضعیت او طالبانو د چلند او دریځ په اړه وویل ، لکه څرنګه چې مونږ تمه او هیله درلوده هغوي‌  هغه ډول ټګلاره غوره نکړه. هر اړخیز چلند يي ونکړ. ټولشموله او هر اخیزه اداره يي رامنځته نکړه.

همداشان نن ورځ چې کومې وسلې او مهمات د هغوې په لاس کې دي ټول د امریکا وسلې او مهمات دي. امریکا البته چې پر دوې ددې وسلو بدل پرې کوي.



اړوند خبرونه