ولسمشر اردوغان : خپلو اولادونو او راتلوونکو نسلونو ته باید یو عادله او ژوند وړ نړۍ پریږدو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې خپلو اولادونو او راتلوونکو نسلونو د یوې  لا عادلې او ژوند کولو وړ نړۍ پریښودل زمونږ د ټولو ګډه دنده ده.

1710062
ولسمشر اردوغان : خپلو اولادونو او راتلوونکو نسلونو ته باید یو عادله او ژوند وړ نړۍ پریږدو

 

ولسمشر اردوغان د ملګروملتونو سازمان د خوراکي‌ سیستمونو نړۍوالې سرمشریزې ته  د ویدیويي پیغام له لارې وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان په خپله وینا کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې د دوامداره پرمختګ په چوکاټ کې د ۲۰۳۰ کال کې نه په اعتبار سره په نړۍ کې د ولګې  د ستونزې  د لمنځه وړو په برخه کې د ټاکل شوو هدفونو نه ډیر لرې یو.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار ویلي دي، په نړۍ کې د نفوس د کچې د لوړیدو سره سم د خوراکي‌ توکو طلب او مصرف هم په همدې کچه لوړیږي. ددې سربیره د اقلیم بدلون له امله رامنځته شوو فلاکتونو وچ کالیو، طبعي‌ ناورینونو او داسې یو زیات شمیر نورو ستونزو د غلې په کر کلي‌ او سرچینو ډیرې زیاتې  منفي‌ اغیزې کړي‌ دي.

همداشان په نړۍ کې د خوراکي‌ توکو د بیې لوړیدو، د خوراکي‌ توکو ته د خلکو لاس رسی د ستونزو سره مخامخ کړی دی.

همداشان د خوراکي‌ توکو د امنیت خرابولي نن ورځ وار د مخه  کلتوي‌ کډوالو ته لار او زمینه برابره کړې ده.

ترکیې د ۲۰۱۹ کال  راهیسې د کرونا ویروس د پيل نه مخکې د لازم  تدابیر نیولي‌ دي.

پدې چوکاټ کې  د لارې ملي نقشه او لارښود جوړ شوی دی. د خوراکي‌ توکو د امنیت او بیه يي معقولې سویې ته د راټیټولو، د خوراکي‌ توګو د اصراف د مخنیوي‌، د کرنۍ، مالدارۍ او اوبو د محصولاتو د سکتور د تداوم په اړه مهم ګامونه اوچت شوي‌ دي. همداشان په بیړنیو حالاتو کې د خوراکي‌ توکو د لاس رسۍ او امنیت په خاطر په یو زیات شمیر مسئلو کار روان دی.

ولسمشر اردوغان ویلي‌ دي‌ چې په کافي‌ توګه خواړه رسیدل کومه امتیاز نه بلکې د هر وګړي‌ حق دی.

خپلو اولادونو او راتلوونکو نسلونو ته د یوې عادلې او ژوند وړ نړۍ پریښودل زمونږ. د ټولو ګډ مسئولیت او ګډه دنده ده.



اړوند خبرونه