ولسمشر اردوغان د افغان کډوالو په مسئله کې پر امریکا متحده ایالتونو سخته نیوکه وکړه.

ولسمشر اردوغان : امریکا د افغان کډوالو په مسئله کې خپل مسئولیت پر ځای کړی ندی

1709383
ولسمشر اردوغان د افغان کډوالو په مسئله کې پر امریکا متحده ایالتونو سخته نیوکه وکړه.

ولسمشر اردوغان د افغان کډوالو په مسئله کې پر امریکا متحده ایالتونو سخته نیوکه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل چې امریکا د افغان کډوالو په مسئله کې خپل مسئولیت نه پر ځای کوي.

ولسمشر اردوغان وویل چې امریکا متحده ایالتونو د افغان کډوالو په مسئله کې باید لا زیات مسئولیت په غاړه واخلي. امریکا باید لومړی د ځان نه پوښتنه وکړي‌ چې شل کاله په افغانستان کې د څه لپاره تیر کړل؟

ولسمشر اردوغان چې د ملګروملتونو په ۷۶ مې عمومي‌ اسملبه کې د ګډون په موخه نیویارک ته سفر کړی دی د  امریکا د  سي‌ بي اس تلویزیون سره مرکه وکړه.

ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا د افغان کډوالو په مسئله کې خپل مسئولیت پر ځای کړی دی او که نه؟ وویل ، امریکا د افغان کډوالو په برخه کې خپل مسئولیت ندی پر ځای کړی. امریکا باید پدې برخه کې مسئولیت پذیري وکړي‌ او لا ډیر څه وکړي.

ولسمشر اردوغان ددې پوښتنې په ځواب کې چې تاسې ویلي دي‌ چې نه غواړۍ ترکیه د کډوالو په امبار یا مرکز بدله کړۍ. ترکیه کې د افغان کډوالو وضعیت څه ډول دی؟ وویل ، ترکیه نن ورځ د ۳۰۰ زرو تنو غیرې قانوني‌ افغان کډوالو کوربه توب کوي. زمونږ هیواد د افغان کډوالو د منلو توان او ظرفیت نلري.

ترکیه یواځې د څه باندې ۴ میلیونو تنو سوري کډوالو کوربه توب کوي‌ چې د همدې امله نور کډوال منلی نشي.

امریکا باید د افغان کډوالو په مسئله کې لا زیات مسئولیت په غاړه واخلي. امریکا شل کاله کیږي‌ چې په افغانستان کې شتون درلود. د ځان نه دې پوښتنه وکړي‌ چې ایا دوی هلته څه کول؟ ددې پوښتنې ځواب باید پیدا کړي.



اړوند خبرونه