په ترکیه کې د رامنځته شوو اورلګیدونو پر خلاف مبارزه دوام لري

د انتالیا د ماناوګاټ په ولسوالۍ کې د اورلګیدونو له امله د مړو شمیر ۵ تنو ته لوړه شوه

1683342
په ترکیه کې د رامنځته شوو اورلګیدونو پر خلاف مبارزه دوام لري

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې د انتالیا ولایت د ماناوکاټ په ولسوالۍ کۍ  په ځنګلونو کې د رامنځته شوې اورلګیدنې له امله د مړو شمیره ۵ تنو ته لوړه شوه.

فخرالدین کوجا وویل چې د ماناوګاټ ، مارماریس او بودروم په ولسوالیو کې د رامنځته شوو اورلګیدونو له امله اغیزمن شوو هیوادوالو روغتیايی حالت په اړه معلومات ورکړل.

هغه وویل چې د ماناوګاټ په ولسوالۍ کې په اورلګیدونو کې  د اطفایې د دوو تنو کارکوونکو  د وژل کیدو سره د مړو شمیره پنځو تنو ته لوړه شوه. هغه وویل چې تر اوسه پورې د اورلګیدونو نه ۴۱۰ تنه هیوادوالو اغیزمن شوي دي‌ چې د ۴۰۰ تنه د تداوۍ نه وروسته د روغتونونو نه خارج شوي‌ دي.

همداشان د مارماریس او بودروم په ولسوالیو کې د اورلګیدونو له امله ۱۶۰ تنه هیوادوال اغیزمن شوي‌ وو چې ۱۵۹ تنه يي د تداوۍ نه وروسته د روغتون نه خارج شوي‌ دي.

هغه وویل چې په مارماریس ولسوالۍ کې د اورلګیدونو له امله یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې په ترکیه کې جمعآ ۹۸ اورلګیدنې رامنخته شوې وې چې ۸۸ يي‌ تر کنټرول لاندې راغلي‌ دي‌ او په لسو نقطو کې اورلګیدنې اوس هم دوام لري. د نوموړو اورلګیدونو د مهارولو او کنټرولو په خاطر هلې ځلې دوام لري.



اړوند خبرونه