ترکیې د قبرس په قبال کې د اروپايي ټولنې پر سیاستونو سخته نیوکه وکړه.

ترکیې د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت په اړه د اروپايی ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیت د عالي‌ استازي‌ د څرګندونو په اړه سخت غبرګون وښود

1678232
ترکیې د قبرس په قبال کې د اروپايي ټولنې پر سیاستونو سخته نیوکه وکړه.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند تانژو بیلګیچ وویل چې اروپايي ټولنه د قبرس په مسئله کې د حقیقت نه ډیرې چلند کوي.

هغه شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت ته د ولسمشر رجب طیب اردوغان د سفر نه وروسته د قبرس په اړه د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د امنیت د سیاستونو د عالي‌ استازي‌ او اروپايي ټولنې د کمیسیون د مرستیال جوزیف بورل څرګندونو په غبرګون کې وویل " دا څرګندونې اروپايي ټولنه د قبرس په مسئله کې د حقیقت  په کومه اندازه لری دی ښکاره بیلګه ده. "

هغه وویل چې د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت د ماراش د تړل شوې ښار د بیرته پرانیستو په اړه د بورل څرګندونې د منلو وو ندي.

هغه وویل دا څرګندونې چې د اروپايي ټولنې د همغږۍ په موخه ترسره شوي‌ دي‌ د ترکیې لپاره په هیڅډول د منلو او اعتبار وړ ندي.

هغه وویل چې شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت ته د ولسمشر اردوغان د سفر نه وروسته د بورل لخوا ترسره شوې څرګندونې اروپايی ټولنه د قبرس په مسئله کې د حقیقت نه څومره لرې ده ښکاره بیلګه ده.

په اصل کې دا څرګندونې چې زمونږ لپاره د ذرې په اندازه اعتبار نلري‌ د سویلي‌ قبرس او یونان د ویندويي او د هغوې مدافع نه بل څه ندي.

د قبرس په قبال کې د اروپايي ټولنې دې دریځ ته په کتو سره دا خبره د ورا ښکاره ده چې ټولنه د قبرس د ستونزې د حل په برخه کې هیڅډول مثبت رول لوبولی نشي.

ترکیه د شمالي‌ قبرس ترک جمهوریت نه د ماراش تړل شوي‌ ښار د بیرته پرانیستو د تصمیم نه قوي‌ ملاتړ کوي‌ او ملاتړ ته دوام ورکوي.

دا پریکړه په اصل کې د ماراش د سیمې د خلکو د حقونو نه د دفاع په خاطر شوی دی. لکه څرنګه چې ولسمشر اردوغان ویلي‌ دي‌ د ماراش د پرانیستو پریکړه خلک د خپلو حقونو نه محرموي‌ نه بلکې خلکو ته خپل حقونه ورکوي. محرومیت برطرفه کوي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې ترکیه اروپايي ټولنې ته د قبرس د ترکانو حق او حقوقو ته د درناوي‌ کولو او د خپلو غیرې عادلانه سیاستونو د پایته رسولو بلنه ورکوي.



اړوند خبرونه