په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۸۷۸۹ مثبتې پیښې ثبت شوي‌ دي

1678151
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

 په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۶  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۵۰۶۵۰   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد  ۱۹۸ زره او ۵۳۷  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۸۷۸۹ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۴۵۶۱ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۶۳ میلیونه ۸۸۳ زره او ۳۱ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه