د لوی اختر په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام

ولسمشر اردوغان یو ځل بیا هیوادوالو ته د کرونا واکسین کولو بلنه ورکړه

1677373
د لوی اختر په مناسبت د ولسمشر اردوغان د مبارکۍ پیغام

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په ټولو هیوادوالو د نوي‌ ډول کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې او معافیت په خاطر هر څه ژر د واکسین کولو بلنه ورکړه.

ولسمشر اردوغان د لوی اختر په مناسبت په خپور کړي‌ پیغام کې ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې ترکیې سږ کال د کرونا ویروس پراخه وبا ناروغي‌ په  لویه پيمانه  تر کنټرول لاندې راوستې  ده او اختر کې د هیوادوالو لپاره ښه شرایط برابر کړي‌ دي.

ترکیه  د کرونا ویروس د واکسین په مسئله کې د نړۍ د اوسط نه په ډیره ښه سویه کې قرار لري. د واکسین د تدارک په برخه کې هیڅډول ستونزه شتون نلري. همداشان ځايي واکسین به د روان کال تر پایه پورې د هیوادوالو خدمت ته وړاندې شي.

ولسمشر اردوغان د ۱۸ کلونو د عمر نه لوړ عمر لرونکو  ټولو هیوادوالو ته  هر څه ژر د کرونا ویروس د کولو بلنه ورکړه. ولسمشر ددې خبرې په ټینګار ویلي‌ دي‌ چې واکسین د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ د کنټرول لاندې د راوستو یواځنۍ لار ده چې د همدې امله د ملت د مورال او ټاکلو هدفونو ته د رسیدو په لاره کې هم حیاتي اهمیت لري.

ولسمشر اردوغان ویلي دي‌ چې د ترکیې جمهوري‌ دولت د خپلو ټولو امکاناتو سره د خپلو ۸۴ میلیونو تنو ټولو هیوادوالو په خدمت کې دی.

مونږ په سیمه او نړۍ کې د ترکیې د پرمختګ په حال کې د طآقت او قوت  په نتیجه کې د رامنځته شوې  اعتماد  سره د  سولې ، ثبات، هوساینې  په فضا کې  خپلو اهدافو پر لورې پرمختګ ته دوام ورکوو.

ولسمشر اردوغان په پای کې ویلي‌ دي‌ چې د لوی اختر د رارسیدو په مناسبت ټولې نړۍ مسلمانانو او په ځانګړې توګه  خپلو ټولو هیوادوالو ته د اختر مبارکي‌‌ وایم. ټولو ته د خوشحاله اختر غوښتنه کوم.



اړوند خبرونه