ترکیه د کرونا د واکسین په برخه کې په نړۍ کې نمونه د مثال هیواد دی

ترکیه د نوي‌ ډول کرونا ویروس کووید ۱۹ پر خلاف د واکسین په برخه کې په نړۍ کې نمونه د مثال هیواد دی.

1662016
ترکیه د کرونا د واکسین په برخه کې په نړۍ کې نمونه د مثال هیواد دی
Tudor-Barbara Hughes.jpeg
Carlo Brivio.jpeg
Yiannis Yiatilis.jpeg
Marion Fuller-Michael Wigant.jpeg
bu topraklara asik video.jpg

 

په ترکیه کې په ډیره لنډه موده کې واکسین شوو کسانو شمیره د ۴۲ میلیونو تنو نه واوښته. همداشان په ترکیه کې میشتو یو زیات شمیر نړۍوالو میلمنو د واکسین د پروګرام په برخه کې د ترکیې د تجربو، ظرفیت او د ترکیې د پیاوړي روغتیايي سیستم په اړه خپل د سترګو حال بیان کړی دی.

همداشان د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست پدې اړه یو ویدیويي‌ فلم جوړ کړی دی چې ددې نړۍوالو میلمنو نظریو او بیانونو ته يي هم پکې ځای ورکړی دی.

« پدې خاوره مینان » تر سرعنوان لاندې په جوړ شوي‌ دې ویدیويي فلم کې د اوږدې مودې راهیسې د ترکیې د بالکیسیر، ایزمیر، موغلا او انتالیا په ښارونو کې میشتو د ایټالیا، جرمني، انګلستان او یونان د وګړو سره مرکه شوې او هغوې د ترکیې روغتیايي سیستم د خپل هیواد د روغتیايي سیستم سره مقایسه کړی دی. همداشان نوموړو د ترکیې د پياوړي‌ روغتیايي سیستم ستاینه کړې ده .

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو رئیس فخرالدین التون دا ویدیو د ټولنیزې مډیا له لارې خپره کړې ده .

همداشان هغه د ویدیو لاندې " د کرونا ویروس پر خلاف په مبارزه کې په نړۍ کې نمونه د مثال هلو ځلو  له امله په سر کې د ترکیې د ټولو ډاکټرانو او بیا د ټولو دولتي‌ کارمندانو  منندوی یو " پیغام خپور کړی دی.

په ویدیو کې په انتالیا کې میشت د جرمني‌ د هیواد وګړي‌ مایکل ویګانټ داسې ویلي‌ دي.

ترکیې وګړو د کرونا ویروس پراخې وبا ناروغۍ د تدابیرو په مسئله کې د ډیر جدیت نه کار اخیستی دی، ټولنیز واټن يي په ډیره ښه توګه مراعت کړی دی  او هر چا په هر ځای کې ماسک اغوستی دی.

هغه زیاته کړې ده چې په ترکیه کې د کرونا ویروس د تدابیرو په خاطر د ټولبند پر مهال  د حکومت لخوا اوچت شوي‌ ګامونه د جرمني‌ نه په مراتبو ښه دي. دلته زړو انسانانو ته او هغه کسانو ته چې د اړتیا وړ شیانو د رانیولو په خاطر يي بازار ته د تګ توان نه درلود حکومت د مرستې لاس اوږد کړی . همداشان روغتیايي خدمات او مرسته ډیر ښه دي. همداشان په ترکیه کې د واکسین پروګرام د جرمني‌ په پرتله په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. مونږ دلته ځانونه د جرمني‌ په پرتله لا په خوندي‌ توګه احساسوو.

همداشان د ماریون فولر په نامه د جرمني‌ یو تن بل وګړي‌ چې په انتالیا ولایت کې میشت دی ویلي‌ دي‌ چې په ترکیه کې روغتیا سیستم د جرمني‌ په پرتله ډیر او ډیر ښه دی. مونږ دلته د جرمني‌ په پرتله ځان لا په امن کې احساسوو او دلته ډیر خوشحاله یو. نه غواړو چې پدې شرايطو کې جرمني‌ ته ستانه شو ځکه چې دلته ډیر خوشحاله یو.

همداشان د ترکیې د بالیکسیر په ولایت کې میشت د یونان د هیواد وګړي‌ یانیس یاتیلیس ویلي‌ دي‌ چې په ترکیه کې د کرونا ویروس پر خلاف د واکسین پروګرام ډیر زیات بریالی دی.

کله چې د عمر له مخې د چا نوبت راشي‌ نو کولی شي‌ چې د انټرنټ له لارې په ډیره اسانه توګه وخت واخلي‌  او لاړ شي‌ خپل واکسین وکړي. دلته هر څه په ډیره چټګه او بریالي‌ شکل سره پرمخ روان دي. په رښتیا ووایم دلته ډیر خوښ یم.

په ترکیه کې د خپل هیواد په پرتله ځان لا په امن کې احساسوم. د یونان د وګړي‌ په توګه په ترکیه کې داسې احساس کوم لکه په خپل کور کې چې یم.

همداشان د ایټالیا د هیواد وګړي‌ کارلو بریویو او میرمن يي چې په ایزمیر ولایت کې میشت دي وویل چې په ترکیه کې د کلي‌ ډاکټر ورته د واکسین کولو په خاطر زنګ ووهه او هغه ته يي د واکسین کولو په خاطر بلنه ورکړه.

هغه ویلي‌ دي کله چې کلینیک ته لاړو سمدلاسه يي ثبت او راجستر کړو او واکسین يي راته وکړ. همداشان د دویم  ډوز لپاره مو هم وخت راخیست او درې اونۍ وروسته راته دویم ډوز واکسین هم وشو.

همداشان د واکسین نه وروسته په جلا جلا توګه هم زما  او هم زما میرمن نه د ټیلیفون له لارې پوښتنه وشوه چې ایا د واکسین نه وروسته خو د کوم ستونزې سره مخامخ شوي‌ نه یاست.

هغه وویل کله چې زه په ایټالیا کې د خپل ملګرو او همزولو نه پوښتنه کوم هغوی ته تر اوسه پورې واکسین ندی شوی. یواځې په ایټالیا کې نه بلکې په امریکا او بلیجم کې هم ما ژوند کړی دی دا ډول بریالی سیستم مونږ نه وو لیدلی.

 همداشان د تودوس هیګوس په نامه د انګلستان وګړي‌ چې په موغلا ښار کې میشت دی ویلي‌ دی چې پرته د ښه او بد نه ترکیه په نړۍ کې د ژوند کولو لپاره تر ټولو ښه ځای دی.

هغه وویل چې د کرونا ویروس د واکسین لپاره مو په ډیره اسانه توګه  په ټیلیفون کې د ځانګړي‌ پروګرام له لارې وخت واخیست او په ۵ دقیقو کې راته واکسین وشو.

هغه وویل د ترکیې روغتیايي سیستم ته په واقعیت چې د خیر دعا شوې ده . د ترکیې روغتیايي سیتسم د انګلستان نه ډیر توپیر لري‌ او ډیر ښه دی.

همداشان هغه میرمنې وویل چې دلته یواځې مونږ نه نه بلکې زمونږ په عمر هر چاته واکسین شوی دی. د حقیقت ووایم د یو زیات شمیر هیوادونو نه دلته ډیر ښه یو. زما ورور په اسپانیا کې ژوند کوي‌ او تر اوسه پورې ورته واکسین ندی شوی. زما ترور ۸۰ کلنه ده او په سویلي‌ افریقا کې ژوند کوي‌ خو تر اوسه پورې ورته واکسین ندی شوی . مونږ دیر بختور یو چې دلته ژوند کوو.



اړوند خبرونه