اردوغان : امریکا باید د ترکیې نه د اس ۴۰۰ او اف ۳۵ په مسئلو کې د بل ډول دریځ تمه ونکړي

ولسمشر اردوغان په باکو کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې

1659932
اردوغان : امریکا باید د ترکیې نه د اس ۴۰۰ او اف ۳۵ په مسئلو کې د بل ډول دریځ تمه ونکړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د امریکا ولسمشر بایدن ته مو په ښکاره توګه وویل چې د اس ۴۰۰ دفاعي‌ سیستم او اف ۳۵ ډوله نوي‌ نسل جنګي‌ الوتکو په مسئله کې د ترکیې نه باید د بل ډول دریځ او ګامونو اوچتولو تمه ونکړي.

ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د اذربایجان په پلازمینه باکو کې خبري‌ غونډې ته وکړې. هغه هلته د بایدن سره د خپلې لیدنې په اړه پوښتنې ځواب کړې.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان د جون په ۱۴ مه نيټه په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې په چوکاټ کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جو بایدن سره لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم او اف ۳۵ ډوله جنګي‌ الوتکو د مسئلې په اړه د یو تن خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې ، د امریکا ولسمشر بایدن ته مو په ښکاره توګه وویل چې د اس ۴۰۰ دفاعي‌ سیستم او اف ۳۵ ډوله جنګي‌ الوتکو په مسئله کې د ترکیې نه د بل ډول دریځ خپولو او یا ګامونو اوچتولو تمه ونکړي. ځکه چې ترکیې د اف ۳۵ ډوله جنګي‌ الوتکو په برخه کې خپل ټول مسئولیتونه پر ځای کړي‌ دي.

همداشان دا خبره مو هم ورته وکړه چې د امریکا لخوا یو نږدې متفق او متحد هیواد چې د ترهګرۍ  د ګواښ سره مخامخ دی ترڅنګ د دریدو او ملاتړ پر ځای  د هغه ترهګري‌ سازمان نه ملاتړ چې په مبارزه ورسره بوخت دی د ستره  تاریخي‌ خطا او تیروتنه ده.

ولسمشر اردوغان وویل چې د ترهګرو ملاتړي‌ او د هغوی سره مرسته کوونکي‌ او هغوې ته جسارت ورکوونکي‌ هیوادونه نن وي‌ او که سبا په خپلې دې سترې خطا او تیروتنه به پوه شي.

ولسمشر اردوغان د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته د دورې په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې " د افغانستان نه په کامله توګه د امریکايي ځواکونو د وتو نه وروسته  کیدای شي‌ چې ترکیه پدې هیواد کې لا ستر مسئولیتونه په غاړه واخلي."

همداشان هغه د ارمنستان په اړه هم پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان وویل چې ارمنستان پدې حساسه مرحله کې باید ډاډ ورکوونکي‌ ګامونه اوچت کړي. د بیلګه په توګه د خښ کړو ماینونو نقشه د اذربایجان سره شریکول به پدې برخه کې یو ډیر مهم ګام وي.



اړوند خبرونه