عبدالله ایرن : د قره باغ شهیدانو او غازیانو اولادونو ته د ترکیې تحصیلي‌ بورسونه ورکوو

عبدالله ایرن : ترکیه تل د اذربایجان ترڅنګ ولاړ دی

1659966
عبدالله ایرن : د قره باغ شهیدانو او غازیانو اولادونو ته د ترکیې تحصیلي‌ بورسونه ورکوو

د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د چارو رئیس عبدالله ایرن وویل چې د اذربایجان د قره باغ د جګړې د شهیدانو او غازیانو اولادونو ته يي  په سږني‌ تعلیمي‌ کال کې د تحصیلي‌ بورسونو ځانګړې سهمیه جلا کړې ده .

د د ترکیې د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د چارو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ عبدالله ایرن  چې د ولسمشر اردوغان سره د اذربایجان په سفر کې ملګرتیا کوله  هلته يي د قره باغ د شهیدانو او غازیانو د کورنیو لپاره جوړ شوي‌ مرستندویه بڼسټ نه لیدنه وکړه.

ایرن ددې بڼسټ د چارواکیو سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ترکیه تل د اذربایجان ترڅنګ ولاړ دی او ملاتړ ترینه کوي.

ایرن د نوموړي‌ بڼسټ چارواکیو ته یو زیری هم ورکړ. هغه وویل چې په ترکیه کې په سږني‌ تعلیمي‌ کال کې د قره باغ د اتلو شهیدانو او غازیانو اولادونو ته د ترکیې د تحصیلي‌ بورسونو ځانګړې سهمیه جلا کړې ده .

دا ریاست به د اذربایجان سره په هره برخه کې مرستو ته دوام ورکړي.

همداشان ایرن اذربایجان ته د خپل سفر په ترڅ کې  د اذربایجان د خضر پوهنتون نه لیدنه وکړه . همداشان په باکو کې د ترکیې فارغینو سره د بڼسټ نه هم لیدنه وکړه.

هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې تاسې د ترکیې او اذربایجان ترمنځه د دوستۍ او ورور ګلوۍ سمبول او پل هستۍ.

ددې بڼسټ لخوا عبدالله ایرن ته د عالي‌ خدماتو نښان ورکړ شو.


پيوندونه: #اذربایجان , #ترکیه

اړوند خبرونه