ولسمشر اردوغان د فرانسې ولسمشر سره لیدنه وکړه

ولسمشر اردوغان نن په بروکسل کې د فرانسې ولسمشر، انګلستان لومړي‌ او جرمني‌ د لومړي‌ وزیرانو سره لیدنه وکړه

1657602
ولسمشر اردوغان د فرانسې ولسمشر سره لیدنه وکړه
erdogan johnson.jpg

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  نن پیلیدونکې د ناټو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په موخه تیره ورځ بروکسل ته سفر وکړ.

ولسمشر اردوغان په بروکسل کې د  دوه په دوه  لیدونو کتنو په ترڅ کې لومړی د هنګري‌ د لومړي‌ وزیر ویکتور اوربان سره لیدنه وکړه.

ولسمشر اردوغان دا لیدنه د پاتې کیدو په هوټل کې وکړه. دې لیدنې ۲۵ دقیقې دوام وکړ.

لیدنه د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.

ولسمشر اردوغان وروسته د لیتونیا د ولسمشر اګیلس لوتس سره لیدنه وکړه. دا لیدنه هم د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.

دې لیدنې هم نږدې نیم ساعت دوام وکړه. ولسمشر اردوغان به د ناټو سازمان د سرمشریزې په چوکاټ کې د ناټو سازمان د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره دوه په دوه لیدنه وکړي.

 

ولسمشر اردوغان بیا نن  د ناټو په قرارګاه کې خپله لومړۍ دوه په دوه لیدنه د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون سره وکړه.

دې لیدنې ۵۲ دقیقې دوام وکړ. د ویلو ده چې  د فرانسې ولسمشر ویلي‌ وو چې ولسمشر سره د فکري‌ اختلافاتو سره سره مجبور یو چې لیدونو ته دوام ورکړو. باید چې خبرې وکړو.

ولسمشر اردوغان وروسته په خپل وار سره د انګلستان د لومړي‌ وزیر بوریس جانسن او د جرمني‌ د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره لیدنې وکړې.

ولسمشر اردوغان به  د یونان د لومړي‌ وزیر میچوتاکیس سره هم لیدنه وکړي.

ولسمشر اردوغان به نن په ځايي وخت په مازیګر په شپږو بجو د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایدن سره لیدنه وکړي.

د لیدنې نه وروسته به دواړه مشران په ګډه خبري‌ غونډه کې ګډون وکړي.



اړوند خبرونه