ولسمشر اردوغان د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه بروکسل ته سفر کوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سبا پیلیدونکې د ناټو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون په موخه نن بلجیم پلازمینې بروکسل ته سفر کوي.

1656919
ولسمشر اردوغان د ناټو په سرمشریزه کې د ګډون په موخه بروکسل ته سفر کوي

 

ولسمشر اردوغان به د ناټو سازمان د سرمشریزې په چوکاټ کې د نړۍ د یو زیات شمیر هیوادونو د مشرانو سره دوه په دوه لیدنه وکړي.

ولسمشر اردوغان به د امریکا د ولسمشر جو بایدن، د لیتوانیا د ولسمشر ګیتاناس نوسیدا ، د لیتونیا ولسمشر اګیلس لوتس ، د جرمني‌‌ د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل ، د انګلستان د لومړي‌ وزیر بوریس جانسن او د یونان د لومړي‌ وزیر میچوتاکیس  سره دوه په دوه لیدنې وکړي.

همداشان ولسمشر اردوغان به د فرانسې د ولسمشر امانویل ماکرون او د هالنډ لومړي‌ وزیر مارک روتي سره هم لیدنه وکړي.

پدې لیدونو کې به د ناټو سربیره  په دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسئلو خبرې وکړي.

همداشان ولسمشر اردوغان د امریکا د ولسمشر جو بایدن سره د امریکا د ولسمشر په توګه د ټاکل کیدو نه وروسته د لومړي‌ ځل لپاره مخامخ لیدنه کوي.

پډې لیدنه کې به په نهو سرلیکونو خبرې وشي.

د ویلو ده چې ولسمشر اردوغان ویلي‌ وو چې د ناټو  د سازمان نه زمونږ غوښتنه په سیمه ایزو مسئلو کې د ترکیې د ملي‌ حاکمیت حقونو او امنیتي‌ حساسیتونو ته درناوی کول دي.

ولسمشر اردوغان ویلي‌ وو چې ترکیې د ناټو په سازمان کې خپل مسئولیتونه په ډیره ښه توګه اداء کړي‌ او پر ځای کړي‌ دي. ترکیه به پدې سرمشریزه کې د خپلو مخاطبینو نه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې او انساني‌ بحرانونو په مسئله کې د همکارۍ وړاندیز تازه کړي.



اړوند خبرونه