ترکیې کاناډا کې د یوې مسلمانې کورنۍ د وژلو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

په کاناډا یوه مسلمانه کورنۍ ووژل شوه

1653899
ترکیې کاناډا کې د یوې مسلمانې کورنۍ د وژلو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود.

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن وویل چې  په کاناډا کې د یوې مسلمانې کورنۍ وژل په اصل کې  رامنځته شوی ویره او ډار پر نفرت او دا نفرت په دښمنۍ او شدت د اوښتو ښکاره نمونه د مثال دی.

قالن دا ضد انساني‌ او وحشي‌ برید په کلکه توګه وغنده او ددې برید په اړه يي ډیر سخت غبرګون وښود.

هغه د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې په کاناډا کې یوه مسلمانه کورنۍ  چې د سړک په غاړه په پیاده رو کې روانه وه د یو تن برید کوونکي‌ لخوا پرې د موټر پرمټ برید شوی او ۴ تنه يي وژلي‌ دي. دا برید یو قصدي‌ او اسلام دښمنه برید دی.

هغه ویلي‌ دي‌ چې دا برید د اسلام دښمنۍ او اسلام فوبیا له امله رامنځته شوی ډار څه رنګ په نفرت او دا نفرت څه ډول په دښمنۍ او تاوتریخوالي‌ بدلیږي‌ ښکاره نمونه ده.

د ویلو ده چې د کاناډا د انټاریو ایالت اړوند د لندن په ښار کې یو تن برید کوونکي‌ په یوې مسلمانې کورنۍ چې د سړک په غاړه په پياده رو کې روان وو د موټر پرمټ برید وکړ چې په نتیجه کې ۴ تنه مړه او یو تن ۹ کلن ماشوم سخت ټپي‌ شو.



اړوند خبرونه