عبدالله ایرن د بلغاریا نه ترکیې ته د اجباري‌ کډوالۍ د ۳۲ مې کلیزې په مناسبت پيغام خپور کړ.

عبدالله ایرن : د بالکان تاریخ د اجباري‌ کډوالۍ او یو زیات شمیر ترخو پيښو نه ډک دی

1647433
عبدالله ایرن د بلغاریا نه ترکیې ته د اجباري‌ کډوالۍ د ۳۲ مې کلیزې په مناسبت پيغام خپور کړ.

د ترکیې بهرمیشو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د چارو رئیس عبدالله ایرن وویل چې تیرو ۱۰۰ او یا ۱۵۰ کلونو ته په کتو سره  بالکان سیمه کې د اجباري‌ کډوالۍ او دردونو او غمونو ډیر زیات یادښتونه لیدلی شۍ.

مونږ غواړو چې په ځانګړې توګه خپل ځوان نسل پدې مسئلې اګاه کړو، پدې اړه ډیر څه ور زده کړو تر څو  په راتلوونکې کې دا ډول پيښې تکرار نشي.

عبدالله ایرن د بلغاریا نه ترکیې ته د اجباري‌ کډوالۍ د ۳۲ مې کلیزې په مناسبت پيغام خپور کړ.

هغه په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې په بلغاریا کې د ۱۹۴۴ او ۱۹۸۹ کلونو ترمنځه د کمونسټ ګوند د واکمنۍ پر مهال پدې هیواد کې د ترکانو او نورو مسلمانانو قومي‌ او مذهبي‌ ساختار د بدلولو په خاطر په سیستماتیکه توګه کار کیده. پدې چوکاټ کې د اجباري‌ کډوالۍ پر مهال رامنځته شوي‌ سختې تنګې ، درد او غمونه اوس هم د ټولو په زړونو او اذهانو کې ژوندي‌ دي.

د بهرمیشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د چارو د ریاست په توګه په ترک تبارو ټولنو باندې د ترسره شوو دې ظلمونو د نه هیرولو او په راتلوونکې کې ددې ډول ستونزو د نه تکراریدو په خاطر ددې سترو درونو د یاد د ژوندي‌ ساتلو هڅه کوو. پدې اړه ډول ډول پروګرامونه جوړولو او تاریخي‌ فعالیتونه ترسره کوو.

د بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو ټولنو د چارو ریاست د کریمیا تاتارانو د تبعید، د اهسکا د تبعید او د بلغاریا نه د ترکان  د اجباري کډوالۍ په اړه ځانګړې پروګرامونه او فعالیتونه ترسره کوو. نه غواړو چې زمونږ ترک تباره ټولنې او په ځانګړې توګه ځوان نسل دا ترخې خاطرې هیرې کړي.

بهر میشتو ترکانو او ترک تبارو چارو ریاست په ۲۰۱۹ کال کې د بلغاریا نه د ترکانو د اجباري‌ کډوالۍ په اړه ځانګړي‌ د یاد پروګرامونه جوړ کړي‌ وو. پدې اړه خو یو زیات شمیر نندارتونه ، تاریخي‌ کتابونه او رسنیز فعالیتونه ترسره کړي دي.



اړوند خبرونه