ولسمشر اردوغان د اسرائیل پر خلاف د نړۍوالې اجماع د رامنځته کولو په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوي

ولسمشر اردوغان د کاتولیک مسیحيانو د دیني‌ مشر پاپ فرانسوا سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې

1640740
ولسمشر اردوغان د اسرائیل پر خلاف د نړۍوالې اجماع د رامنځته کولو په خاطر هلو ځلو ته دوام ورکوي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پر فلسطین د روانو بریدونو او د اسرائیل پر خلاف د نړۍوالې اجماع د رامنځته کولو په خاطر د نړۍ د مشرانو سره د تماسونو په لړ کې د کاتولیک مسیحیانو دیني مشر پاپ فرانسوا سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې ولسمشر اردوغان د پاپ فرانسوا سره پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې د اسرائیل لخوا پر فلسطین د روانو بریدونو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان پدې ټیلیفوني‌ خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې ، په فلسطین کې د اسرائیل لخوا وحشت روان دی او د اسرائیل ددې بریدونو مخاطبین یواځې فلسطین خلک نه بلکې د نړۍ ټول مسلمانان، مسیحیان او ټول بشریت دی.

اسرائیل په بیت المقدس کې مسجدالاقصی او کلیسا کبیر  د عبادت پر مخ د تړولو سره عبادت په ازادیو محدودیتونه لګولي او د فلسطین په خاوره کې د معصوم او بې ګناه وګړو د وژلو سره انساني‌ ارزښتونه او شرف د خپو لاندې کړی دی. همداشان د اسرائیل لخوا روان دې وحشت د سیمې سوله او امنیت هم د جدي‌ ګواښ سره مخامخ کړی دی.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل اسرائیل چې نړۍوالو حقوقو او بشري‌ ارزښتونه د خپو لاندې کولو  نړۍواله ټولنه باید د اسرائیل ددې وحشت او تیریو د مخنیوي‌ په خاطر یو غږ او یو صدا شي.

نړۍواله ټولنه باید اسرائیل ته د ښه درس ورکولو په خاطر لازم هر ډول ګامونه اوچت کړي. د ترکیې په توګه مونږ د اسرائیل پر خلاف د نړۍوالې اجماع رامنځته کولو او ددې وحشت د مخنیوي‌ په خاطر په نړۍواله کچه فعالیتونو ته دوام ورکوو خو له بده مرغه چې د ملګروملتونو د امنیت شورا یو ځل بیا خپله اصلي‌ دندې په اجراء کولو او د خپلو مسئولیتونو په پر ځای کولو کې ناکام شو او لازم غبرګون يي‌ ونه ښود.

ولسمشر اردوغان ددې خبرې په ټینګار وویل تر کومه چې نړۍواله ټولنه د اسرائیل ته لازمه جزا ورنکړي‌ او لازم غبرګون ونه ښايي د اسرائیل لخوا روانې عام وژنې او وحشت به په همدې شان دوام وکړي.

هغه د پاپ نه غوښتنه وکړه چې پدې اړه د هغه پيغام غبرګون  به  په مسیحي‌ نړۍ او نړۍواله ټولنه جدي‌ اغیزې وکړي‌ او د اسرائیل پر خلاف د نړۍوالې ټولنې د په حرکت راوستو په برخه کې ځانګړی اهمیت لري.  



اړوند خبرونه