ترکیه د هیواد دننه او بهر د ترهګرۍ پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي

ترکیه د هیواد دننه او بهر د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې ته د خپل ټول شدت ته دوام ورکوي.

1640709
ترکیه د هیواد دننه او بهر د ترهګرۍ پر خلاف عملیاتو ته دوام ورکوي

 

پداسې حال کې چې د عراق په شمال کې د پي‌ کا کا ترهګري‌ سازمان پر خلاف عملیات دوام لري ، د هیواد دننه د ایرن په نامه د عملیاتو په ترڅ کې نوموړي‌ ترهګري‌ ډلې ته قوي‌ ګوزار ورکړ شو.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي‌ چې د هیواد د شرناق او دیاربکر په ولایتونو کې د ترهګرۍ پر خلاف په روانو عملیاتو کې ترهګرو ته ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د روانو عملیاتو په ترڅ کې د شرناق ولایت د جودي‌ غره توشيمیا په سیمه کې ۵ تنه ترهګر او د دیاربکر ولایت د کولپ ولسوالۍ د یایلاق په سیمه کې د دوو تنو مهمو ترهګرو د لمنځه وړ سره جمعآ ۷ تنه ترهګر له منځه وړ شوي دي.

عملیات دوام لري.



اړوند خبرونه