ترکیې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې د فلسطین د مسئلې په اړه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود.

1640413
ترکیې د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود

 

ترکیې وویل چې د اسرائیل لخوا پر فلسطین کې د روان قتل عام په اړه د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا چوپه خوله پاتې کیدل او هیڅډول عکس العمل نه ښودل د منلو وړ خبره نده.

په ملګروملتونو سازمان کې د ترکیې دایمي‌ استازي‌ فریدون سنیرلي‌ اوغلو وویل چې د اسرائیل لخوا په فلسطین کې د روان قتل عام  او بریدونو په اړه چې په تلویزیونونو کې په ژوندۍ بڼه خپریږي‌ او ټوله نړۍ په خپلو سترګو ننداره کوي د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا چوپه خوله پاتې کیدل او هیڅډول عکس العمل نه ښودل د منلو وړ خبره نده.

ترکیې د  اسرائیل او فلسطین ترمنځه د روان تاوتریخوالي‌ او پر غزې د اسرائیل د بریدونو په اړه جوړه شوې  د ملګروملتونو سازمان  د امنیت شورا ځانګړې غونډې ته په لیکلي‌ بڼه بیان وړاندې کړ.

ترکیې پدې بیان کې د فلسطین پر وړاندې د اسرائیل بریدګر دریځ او پر غزې روان بریدونه په کلکو ټکو غندلي‌ دي او په روانو بریدونو کې د شهید شوو بې ګناه او معصومو ملکي‌ وګړو او په ځانګړې توګه په لسګونو تنو ماشومانو له امله د فلسطین خلکو ته تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کړي‌ وو.

په ملګروملتونو سازمان کې د ترکیې ځانګړي‌ استازي‌ سنیرلي‌ اوغلو پدې بیان کې په فلسطین او سیمه کې د روانو وروستیو پرمختګونو او ستونزو یواځنی لامل او مسئول د نتنیاهو په مشرۍ د اسرائیل حکومت بللی دی. په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې د اسرائیل حکومت د روژې په مبارکه میاشت کې په ختیځ بیت المقدس کې د شیخ جراح په سیمه کې یو زیات شمیر فلسطیني‌ وګړي‌ د خپلو کورونو نه په زور ته د ویستو او د هغوې د کورونو د اشغالولو هڅه کړې او ددې ترڅنګ يي په مسجدالاقصی کې  پر لمونځ کوونکو باندې بریدونه کړي‌ دي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې اسرائیل په غزه کې د کډوالو په کمپونو کې د ملګروملتونو سازمان اړوند په ښوونځیو هم بریدونه کړي‌ دي. هغه ددې بریدونو د غندنې سربیره ددې بریدونو نه د ښکاره جنګي‌ او بشري‌ جنایت په توګه یادونه کړې ده.

هغه پدې بیان کې د اسرائیل لخوا پر غزې د روانو بریدونو او بې ګناه انسانانو د قتل عامونو پر وړاندې د امنیت شورا د چوپې خولې پاتې کیدو په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی او ویلي‌ دي‌ چې د اسرائیل لخوا په غزې د پيل شوو بریدونو په نتیجه کې تر اوسه پورې یواځې څه باندې ۵۰ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه پوښتنه کړې که چیرې په فلسطین کې نه د نړۍ په بله یو هیواد او یا سیمه کې په یو ښوونځي‌ کې پدې ډول بې رحمانه توګه پر ماشومانو هوايي‌ برید شوی وی او په ټولګي‌ په لسګونو تنه ماشومان په قتل رسول شوي‌ وای ایا امنیت شورا به څه ډول غبرګون ښودلی وی؟

په تلویزیونونو کې په ژوندۍ بڼه په نشراتو کې لیدل کیږي‌ چې انسانان په قتل رسول کیږي‌ خو بیا هم ملګروملتونو سازمان چوپه خوله ناست او هیڅډول عکس العمل نه ښايي.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د ملګروملتونو سازمان باید هر څه ژر کیږي‌ د اسرائیل لخوا پر غزې روان بریدونه او دا نسل وژنه  ودروي. که چیرې ملګروملتونو سازمان دوه اونۍ وړاندې دا ظلم غندلی وی او جدي عکس العمل يي ښودلی وای نتنیاهو حکومت د ۲۰۱۴ کال راهیسې تر ټولو ستر دا پوځي‌ عملیات او قتل عامونه ترسره کولې نشو. د ملګروملتونو سازمان چوپه خوله پاتې کیدل د نتنیاهو حکومت لا ستر عام وژنو ته تشویقول دي.

هغه په ملګروملتونو سازمان غږ کړی دی چې د فلسطین د خلکو پر وړاندې خپل مسئولیت وپیژني‌ او لا زیات پدې مسئولیت سترګې پټې نکړي. ترکیه په سیمه کې د حالاتو د قابو کولو او د روانې ستونزې د لا نه ژوریدو په خاطر نړۍواله ټولنه په حرکت د راوستو په خاطر هلې ځلې کوي.



اړوند خبرونه