ترکیې د فلسطین د مسلې په اړه په اسلامي‌ نړۍ د اتحاد او قوي‌ ارادې ښودولو غږ وکړ

د اسلامي‌ همکاریو تشکیلاتو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د فلسطین په اړه بیړنۍ غونډه وکړه

1640172
ترکیې د فلسطین د مسلې په اړه په اسلامي‌ نړۍ د اتحاد او قوي‌ ارادې ښودولو غږ وکړ

 د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو په اسلامي‌ هیوادونو غږ وکړ چې د فلسطین د مسئلې په اړه د یووالي‌ او قوي‌ ارادې د ښودولو وخت دی. اسلامي‌ امت زمونږ نه د مشرۍ تمه کوي. ترکیه لازم هر ډول ګامونو اوچتولو ته تیاره ده.

چاووش اوغلو دا څرګندونې  د اسلامي‌ همکاریو تشکیلاتو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا لخوا  د فلسطین د مسئلې په اړه  په جوړې کړې بیړنۍ غونډه کې وکړې.

د اسلامي‌ همکاریو تشکیلاتو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د فلسطین د مسئلې په اړه د ویدیو کنفرانس له لارې بیړنۍ غونډه وکړه.

د  ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاووش اوغلو دې غونډې ته په خپله وینا کې په اسلامي‌ نړۍ د یووالي‌ او اتحاد غږ وکړ.

هغه وویل چې د فلسطین لپاره په نړۍواله کچه د مدافع یو میکانیزم باید جوړ کړی شي.

هغه اسلامي‌ نړۍ ته په خطاب کې وویل چې  د فلسطین په اړه د یووالي‌ او قوي‌ ارادې ښودولو وخت دی. اسلامي‌ امت زمونږ نه د مشرۍ تمه کوي. ترکیه د هر ډول لازمو ګامونو اوچتولو ته چمتو ده .

د ویلو ده چې د اسرائیلو لخوا پر غزې د روانو هوايي‌ او توغندیزو بریدونو په ترڅ کې تر اوسه پورې ۱۸۱ تنه بې ګناه او ملکي‌ وګړي‌ په شهادت رسیدلي‌ دي‌ چې ۵۲ تنه يي ماشومان دي.



اړوند خبرونه