ولسمشر اردوغان : زمونږ پر لومړۍ قبلې مسجدالاقصی باندې د اسرائیلو برید په کلکه توګه غندو

ولسمشر اردوغان: د ترکیې په توګه به تل د فلسطین نه ملاتړ کولو ته دوام ورکړو

1636690
ولسمشر اردوغان : زمونږ پر لومړۍ قبلې مسجدالاقصی باندې د اسرائیلو برید په کلکه توګه غندو

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په مسجدالاقصی او لمونځ کوونکو باندې برید په کلکه توګه وغنده.

ولسمشر اردوغان د خپل ټویټر پاڼې له لارې په خپور کړي‌ پیغام کې ویلي‌ دي چې

" له بده مرغه چې  هر ځل د روژې په مبارکه میاشت کې  اسرائیل زمونږ په لومړۍ قبلې  مسجدالاقصی  بریدونه کوي ، مونږ دا منفور او وحشیانه  بریدونه  په کلکو ټکو غندو. د ترکیې په توګه تل او په هر ډول شرایطو او حالاتو کې د خپلو فلسطیني‌ ورونو تر څنګ دریدو ته دوام ورکوو."

ولسمشر اردوغان  خپل دا پیغام کې په عبراني ، انګلیسي‌ او عربي‌ ژبه هم خپور کړی دی.

د ویلو ده چې اسرائیلي‌ ځواکونو تیرو دوو شپو راهیسې په مسجدالاقصی کې پر لمونځ کوونکو بریدونه کوي.

یواځې د تیرې ورځې په بریدونو کې تر ۲۰۰ تنو ډیر لمونځ کوونکي‌ ټپیان شوي‌ وو.



اړوند خبرونه