په کابل کې د تیرې ورځې خونړي‌ برید په اړه د ترکیې سخت غبرګون

ترکیه: په کابل کې د ښوونځي‌ په مخکې د موټر پر مټ ترهګری برید په ډیره کلکه توګه غندو او پر فاعلینو يي لعنت وایو

1636831
په کابل کې د تیرې ورځې خونړي‌ برید په اړه د ترکیې سخت غبرګون

 ترکیې د افغانستان په پلازمینه کابل کې د نجونو پر ښوونځي‌ د موټر بم سره ترسره شوی ترهګری برید په ډیره کلکه توګه وغنده. ترکیې ددې خونړي‌ برید په اړه د تسلیت او ډاډګیرنې پيغام خپور کړی دی.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې  ترکیه  د  افغانستان په پلازمینه کابل کې د پر ښوونځي‌ ترسره شوی خونړی په ډیره کلکه توګه غندي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي‌ بیان کې راغلي‌ دي‌ چې " په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره ورځ د افغانستان په پلازمینه کابل کې  د روژه ماتي‌ نه لږ مخکې  د دشت برچي‌ په سیمه کې د يو ښوونځي‌ په مخکې د موټر پر مټ د ترهګري برید چې په نتیجه کې په لسګونو تنو بې ګناه او معصوم انسانانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خبر ترلاسه کړ.

د روژې مبارکۍ میاشتې او بیا د لیلهّ القدر پدې مبارکه میاشت کې ترسره شوی دا ضد انساني او وحشیانه ترهګری برید په ډیره کلکه توګه غندو او پر فاعلینو او مسئولینو يي‌  لعنت وایو. ترکیه هیله لري‌ چې هر څه ژر ددې پیښې عاملین ونیول شي او د قانون پر وړاندې ترینه حساب وپوښتل شي.. "

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې  ترکیه ددې منفور، وحشي‌ او ضد انساني‌ برید قربانیانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او د دوست او ورور هیواد افغانستان ملت  او حکومت ته د تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي. ترکیه پدې غم کې ځان شریک بولي.



اړوند خبرونه