ترکیې د لیتونیا لخوا د ۱۹۱۵ کلونو ادعاګانې د په رسمیت پیژندو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیه : لیتونیا د حقیقت د پټولو پر ځای باید د حقیقت د ښکاره کولو هڅه کړي‌ وای

1636435
ترکیې د لیتونیا لخوا د ۱۹۱۵ کلونو ادعاګانې د په رسمیت پیژندو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې د لیتونیا د پارلمان لخوا د ۱۹۱۵ کلونو پيښې د نسل وژنې په توګه د په رسمیت پیژندو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او د لیتونیا د پارلمان دا پریکړه يي په ډیره کلکه توګه وغندله.

د ترکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شنتوپ د لیتونیا د پارلمان ددې پریکړې په غبرګون کې  وویل ‌ چې د لیتونیا پارلمان د مې په شپږمه نیټه د ۱۹۱۵ کلونو پښې د نسل وژنې په توګه د په رسمیت پیژندو پریکړه په کلکه توګه غندو.

هغه ویلي‌ دي‌ چې د لیتونیا د پارلمان لخوا د ۲۰۲۱ میلادي‌ کال د مې په ۶ مه نيټه د ۱۹۱۵ کلونو د نسل وژنې بې بڼسټه تورونه په کلکه توګه غندو او ردوو. د تاریخي‌ پریکړو په اړه حکم ورکول او قضاوت کول د پارلمانونو دنده نده.

د تاریخ تحریفول او د حقایقو پټول ددې مسئلې د حل سره د مرستې پر ځای دا ستونزه لا پسې ژوروي . ټول پدې ښه پوهیږي‌ چې دا ډول پریکړې چاته خدمت کوي. ددې ترڅنګ دا پریکړه  حقوقي پلوه هم د حقوقو سره په ښکاره ټکر کې ده.

دا خبره چې  د نړۍوالو حقوقو سره په ټکر کې پریکړه د ورځني  سیاسي‌ حساب کتاب په خاطر شوې د ورا څرګنده .

د ترکیې د ملي‌ شورا رئیس ویلي‌ دي‌ چې  د لیتونیا  پارلمان د هیواد د اشغال د ۸۰ یمې کلیزې په مناسبت په کړو څرګندونو کې د خپل  هیواد  لپاره د عدالت غوښتنه کړې ده . دوې کاشکې چې ۱۰۶ کاله مخکې د رامنځته شوو پیښو په مسئله کې د ترکیې لپاره هم د عدالت غوښتنه کړي وی. ددوې دا دوه ګونی چلند د صمیمت او درستوالی‌ نه د لرېتوب ښکارندويي کوي.

شنتوپ ویلي  چې د لیتونیا پارلمان د ځینو افراطي ډلو چې غواړي‌ د تاریخي‌ پیښو نه د خصومت په توګه استفاده وکړي‌ د افراطي مفکورو او چلند نه د ملاتړ پر ځای باید حقیقت نه ملاتړ کړی وی او د حقیقت  ښکاره کولو په خاطر يي باید هڅه کړې وې.

مونږ دوې ته په سیمه کې د خصومت پر ځای د سولې ، عدالت او استقرار د ټینګښت نه د ملاتړ کولو او پدې برخه کې د هڅې کولو بلنه ورکوو.



اړوند خبرونه