ولسمشر اردوغان د جرمني‌ د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

د ترکېې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني‌ د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

1634788
ولسمشر اردوغان د جرمني‌ د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

 

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې ولسمشر اردوغان د چارشنبې  په ورځ د جرمني‌ د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې او لیدنه وکړه.

دواړو مشرانو د ترکیې او جرمني‌ پر اړیکو او سیمه ایزو مسئلو خبرې وکړې.

ولسمشر اردوغان وویل ددې په هیله چې په جرمني‌ راتلوونکې پارلماني‌ ټاکنې د خیر وسیله وګرځي او  پوره باور لرو چې  نوې دوره  به  د ترکیې او جرمني‌ په اړیکو کې د اعتدال او ستراتیژیک  همکاریو د ودې دوره وي.

ولسمشر اردوغان د مرکل سره په خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه په اړیکو کې پدې وروستیو کې د پسرلي‌ هوا حاکمه ده او د مثبتو پيښو شاهدي‌ کوو ،دواړه خواوې باید ددې مثبتې فضا د لمنځه وړو مخنیوی وکړي. ولسمشر اردوغان وویل چې له بده مرغه یونان پارونکو اقداماتو ته دوام ورکوي. د ايژې په سمندر کې د ټولو نړۍوالو حقوقو او وجدان  پر خلاف  کډوال د مرګ د ګواښ سره د مخامخولو اقداماتو ته دوام ورکوي.

ترکیه ددې ټولو منفي‌ پيښو سره سره د ترکیې او اروپا په اړیکو کې د مثبتې هوا د محافظې په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه کوي.

ولسمشر اردوغان د مرکل سره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان د مرکل سره د ناټو د امکاناتو او قابلیت نه په استفادې سره د افغانستان سره  د ټولو په ښه توګه د مرستې په مسئلې خبرې وکړې.

همداشان ولسمشر اردوغان د مرکل سره د لیبیا په مسئلې هم خبرې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به د لیبیا د ملي‌ یووالی‌ د حکومت نه ملاتړ ته دوام ورکړي. پدې برخه کې د لیبیا سره هم هر ډول مرستې ته تیار دی.



اړوند خبرونه