ترکیې د افغانستان په شمال کې په ۶۰۰ اړینو کورنیو مرستې وویشلې

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ اژانس تیکا د روژې مبارکۍ میاشتې په درناوي‌ په افغانستان کې په ۶۰۰ اړینو کورنیو مرستې وویشلې.

1635192
ترکیې د افغانستان په شمال کې په ۶۰۰ اړینو کورنیو مرستې وویشلې
tika afganistan.jpg
tika afganistan.jpg
tika afganistan.jpg

 

دا مرستې د مزار شریف د اندخوی په ولسوالۍ کې په اړینو کورنیو وویشل شوې .

په اندخوی ولسوالۍ کې ددې مرستو د ویشلو په موخه په جوړو شوو مراسمو کې د اندخوی ولسوالۍ  امنیې قومندان حبیب الله سادات، د ولایتي‌ شورا غړې انیسه تینچ  او ولسوال سلطان سنجر ګډون کړی وو.

د اندخوی ولسوال پډې مراسمو کې د ترکیې د مرستو نه مننه وکړه. هغه وویل چې دا مرستې د هرې یوې کورنۍ د یوې میاشتې اړتیاوې پوره کوي.

د ویلو ده چې تیکا د رمضان میاشتې په دننه کې د افغانستان په شمال کې په ۹ ولایتونو کې په اړینو کورنیو مرستې ویشلي‌ دي‌‌ او دا لړۍ دوام لري.

ددې مرستو په ترڅ کې په هرې کورنۍ ۵۰ کیلو ګرامه وړه، لس کیلو وریجې، ۵ لیتره غوړي، پنځه کیلو لوبیا، بوره، چای، رب او مالګې په څیر ټول د اړتیا وړ توکي‌ شتون لري.



اړوند خبرونه