د ترکیې بهرنیو او دفاع وزیرانو په ګډون هئیت د لیبیا د ولسمشرۍ شورا رئیس سره لیدنه وکړه

د ترکیې د بهرنیو او دفاع وزیرانو په مشرۍ هئیت د لیبیا د ولسمشرۍ شورا رئیس محمد المنافي  سره لیدنه وکړه.

1633284
د ترکیې بهرنیو او دفاع وزیرانو په ګډون هئیت د لیبیا د ولسمشرۍ شورا رئیس سره لیدنه وکړه

 

د ترکیې د بهرنیو او دفاع وزیرانو په مشرۍ هئیت د لیبیا د مقاماتو سره د لیدنې په خاطر پرون نوموړي‌ هیواد ته سفر وکړ.

د لیبیا د ولسمشرۍ شورا رئیس محمد المنافي  په طرابلس کې  په یو هوټل کې ترک هئیت حضور ته قبول کړ.

پدې لیدنه کې د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال افکان اعلی ، لوی درستیز ستر جنرال یاشار ګولر او د ترکیې د ملي‌ استخباراتو رئیس حاکان فیدان او یو زیات شمیر نورو مقاماتو ګډون کړی وو.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د ټولنیزې مډیا له لارې  ددې لیدنې پر اړه وویل چې  د لیبیا د ولسمشر شورا رئیس او د هغه مرستیال سره لیدنه وکړه.

چاووش اوغلو وویل چې ترکیه د لیبیا د مشروع حکومت او ولسمشرۍ شورا نه قوي  ملانړ کوي. د لیبیا سره ستراتیژیک شراکت، دفاعي‌برخو کې همکاري ، امنیت، تجارت او انرژۍ په برخو کې ستراتیژیک شراکت لرو.

ترکیه به د لیبیا د خلکو نه ملاتړ ته دوام ورکړي.

د ویلو ده چې د ترکیې هئیت  د لیبیا د ولسمشرۍ د شورا د رئیس سره لیدنې ۴۰ دقیقې دوام وکړ. دا لیدنه د مطبوعاتو نه د بندو دروازو تر شا ترسره شوه.


پيوندونه: #لیبیا , #ترکیه

اړوند خبرونه