ترکیې د افغانستان په لوګر ولایت کې د تیرې شپې برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیه : د افغانستان د لوګر په ولایت کې د تیرې شپې برید په ډیره کلکه توګه غندو

1631953
ترکیې د افغانستان په لوګر ولایت کې د تیرې شپې برید په اړه ډیر سخت غبرګون وښود

ترکیې تیره شپه د روژه ماتي‌ پر مهال د افغانستان د لوګر په ولایت کې په یو روغتون باندې د موټر برید چې په نتیجه کې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې په کلکه توګه وغنده او د تسلیت پیغام يي خپور کړ.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خپور کړي‌ د تسلیت په پیغام کې ویلي‌ دي چې په ډیرې خواشینۍ سره مو تیره شپه د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز پل علم  ښار کې د روژه ماتي‌ پر مهال د موټر بم د برید نه چې په نتیجه کې زده کوونکو په ګډون یو زیات شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خبر ترلاسه کړ.

ترکیه دا منفور او وحشي‌ برید په ډیره کلکه توګه غندي او پر فاعلینو يي‌ لعنت وايي . ددې برید د ترسره کوونکو د هر څه ژر د نیول کیدو او د قانون پر وړاندې ترینه د حساب پوښتلو هیله لري.

ددې خونړي‌ برید د قربانیانو لپاره د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې شفاء او دوست او ورور هیواد افغانستان ملت او حکومت ته تسلیت او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوو.

د یادولو وړ ده چې پرون د جمعې ورځې د روژه ماتې پر مهال د افغانستان د لوګر ولایت په مرکز پل علم  ښار کې په یو روغتون د موټر بم برید وشو چې په نتیجه کې ۳۰ تنه مړه او تر ۹۰ تنو ډیر ټپیان شول.



اړوند خبرونه