په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۶۱۰۲۸ تنو کې د کرونا ویروس تشخیص شوی دی

1625195
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۴۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۳۴۶  تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره  ۳۶۶۱۳   تنو ته لوړه شوه.

د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا  وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۳۲۲ زره او ۱۲۸  تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته   ټسټ شوي  چې د  ۶۱۰۲۸ تنو  ټسټونه   مثبت راوتلي دي.

 همداشان په تیرو  ۲۴ ساعتونو کې ۵۵۵۹۲ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي‌ دي

 د ناروغانو د ۳۳۷۵   تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.

د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس  د ټستونو شمیره  ۴۴ میلیونه   ۴۰۹  زره او ۷۵۶  ته لوړه شوې ده. 

د ویلو ده چې په ترکیه کې د ډیرې اوږدې مودې وروسته په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس  له امله د ځاني‌ تلفاتو شمیره د ۳۴۰ تنو نه لوړه شوې ده.

د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د   راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.

همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۲۰ میلیونه ۴۲۱ زره او ۶۳۴ تنو ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه