د افغانستان د سولې په اړه د استانبول کنفرانس چې په پام کې وه د اپریل په ۲۴ مه نيټه پیل شي وځنډید.

د افغانستان د سولې لپاره جوړیدونکی د استانبول کنفرانس وځنډول شو

1625193
د افغانستان د سولې په اړه د استانبول کنفرانس چې په پام کې وه د اپریل په ۲۴ مه نيټه پیل شي وځنډید.

 

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو وویل چې  افغانستان د سولې لپاره  په استانبول کې جوړیدونکی د افغانستان کنفرانس چې په پام کې وه د اپریل په ۲۴ مه نيټه پیل شي د روژې مبارکې میاشتې نه وروسته ته وځنډول شو.

هغه وویل چې  د ترکیې په کوربه توب په استانبول کې جوړیدونکی د  افغانستان د سولې کنفرانس اوس مهال د روژې نه وروسته ته وځنډول شو.

هغه وویل چې دا کنفرانس د ترکیې، قطر او ملګروملتونو سازمان لخوا په افغانستان کې د دایمې سولې او ثبات د ټینګښت او روغې جوړې لپاره جوړیږي. تمه کیده چې کنفرانس د اپریل په ۲۴ مه پيل شي‌ خو د روژې مبارکې میاشتې نه وروسته ته وځنډول شو.

همداشان هغه په سوریه کې  ترسره کیدونکې د ولسمشرۍ  ټاکنو په اړه هم پوښتنې ځواب کړې.

هغه وویل په سوریه کې د اسد رژیم لخوا د خپل ځان لپاره د ټاکنو ترسره کول البته چې مشروعیت نلري او دا ډول ټاکنې د هیچا لخوا په رسمیت نه پیژندل کیږي.



اړوند خبرونه