په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۴۹۵۸۴ تنو کې د کرونا ویروس ناروغي تشخیص شوې ده

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړ چې پدې ډول د مړو شمیره ۳۲۶۶۷ تنو ته لوړه شوه.
د ترکیې د روغتیا وزیر فخرالدین کوجا وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۲۷۱ زره او ۵۴۷ تنو د کرونا ویروس شکمنو ناروغانو ته ټسټ شوي چې د ۴۹۵۸۴ تنو ټسټونه مثبت راوتلي دي.
همداشان په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۴۹۸ تنه په کرونا ویروس اخته ناروغان ښه شوي دي
د ناروغانو د ۲۴۷۷ تنو روغتیايي حالت د نورو په پرتله د اندیښنې وړ دی.
د ترکیې د روغتیا وزیر وویل چې په هیواد کې د کرونا ویروس د ټستونو شمیره ۴۰ میلیونه ۸۳ زره او ۱۴۲ ته لوړه شوې ده.
د روغتیا وزارت ویلي دي چې په هیواد کې د سختو ناروغانو شمیره یو اندازه لوړه شوې ده چې ددې شمیرې د راټیټولو په خاطر باید تدابیر په قوي توګه مراعات کړو.
همداشان په هیواد کې د کرونا ویروس د واکسین پروګرام په ډیره ښه توګه پرمخ روان دی. په هیواد کې د واکسین شوو کسانو شمیره ۱۷ میلیونه ۶۶۴ زره او ۶۳ تنو ته رسیدلې ده .
اړوند خبرونه

په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۲۸۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی
په ترکیه کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۶۲۶۰۶ تنو کې د کرونا ویروس ناروغي تشخیص شوې ده

په ترکیه کې د داعش یو مهم چارواکی ونیول شو
د عراق د موصل ولایت لپاره د داعش ترهګرې ډلې تش په نامه امیر په ترکیه کې ونیول شو