ترکیې په اردن کې د رامنځته شوو وروستیو پيښو په اړه انديښنه ښودلې ده

ترکیه : په اردن کې روان پرمختګونه د اندیښنې سره تعقیبوو

1614360
ترکیې په اردن کې د رامنځته شوو وروستیو پيښو په اړه انديښنه ښودلې ده

ترکیې په اردن کې د هیواد امنیت او استقرار ته د تهدید مخامخولو له امله د بعضو کسانو د نیول کیدو نه وروسته د رامنځته شوو پيښو په اړه انديښنه ښودلې ده .

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي  د منځني ختیځ د سولې کلیدي هیواد اردن  سوله او استقرار د ترکیې د سولې او استقرار نه جلا بولو. د اردن سوله او استقرار د ترکیې لپاره د خپلې سولې او استقرار په اندازه اهمیت لري.

ترکیه د اردن د پاچا دویم عبدالله ، اردن حکومت او دوست او ورور ملت د سولې، رفاه او هوساینې نه په قوي توګه ملاتړ کوي.

ترکیې په اردن کې د هیواد امنیت او استقرار ته د تهدید مخامخولو له امله د بعضو کسانو نیول کیدو نه وروسته د رامنځته شوې پيښې د اندیښنې سره تعقیبوي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا د واشنګټن پوست ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې په اردن کې د هیواد امنیت ته د تهدید د مخامخولو له امله د پاچا عبدالله د ناسکه ورور شهزاده حمزه په ګډون ۲۰ تنه نیول شوي دي.

خو د اردن لوی درستیزوالۍ بیا د شهزاده حمزه د نیول کیدو خبر رد کړی دی.


پيوندونه: #اردن , #ترکیه

اړوند خبرونه